تاند، شنبه د چنګاښ ۲۹ مه: د ولسي جرګې دارالانشا یو شمېر سرچینې ادعا کوي او وايي، چې د ولسي جرګې تېرې دورې وکیلانو نږدې ۱۴۰۰ میله وسله او ۲۸ زرهې موټر له ځانه سره وړي دي.

سرچینه وايي، دغو وکیلانو څخه بار، بار غوښتل شوي چې د دولت امانت ور وسپارلي خو اکثرو یې ویلي دي چې دوی نه شي کولی له دغې وسلې څخه پرته دباندې ازادانه ژوند وکړای شي.

سرچینه وايي، لانجه په دې ده چې جرګه وايي، د پارلمان وسلې راکړئ او د کورنیو چارو وزارت لخوا د ترلاسه کړیو امکاناتو ستونزه مو له دغه وزارت سره اواره کړئ.

خو د ولسي جرګې د دارالانشا مشر عبدالقادر ځاځی تاند ته وايي، وکیلانوسره د پاتې وسلو شمېر دومره نه دی.

د نوموړي په خبره یو شمېر پخواني وکیلان یې د وسلو او موټرو ورستنولو ته قانع کړي دي او اوس نږدې ۶۵۸ میله وسله، ۱۷ جیمرې ورسره پاتې دي: (( دوی سره موږ هم مجبور یوو چې څو میاشتې مراعات وکړو، ځکه دوی ته چې حکومت د خوندیتوب نور امکانات ورکوي، تر هغو یې راسره ژمنه کړې ده چې خپل امکانات او وسلې به پارلمان ته بیرته ستنوو.))

خو د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، له پخوانیو وکیلانو څخه په هر ډول چې وي وسلې راټولوي.

نوموړی وايي، که پارلمان په دې برخه کې ستونزه لري او هرڅومره ځواک ته اړتیا ولري،کورنیو چارو وزارت ورسره مرستې ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې یو غړی رمضان بشردوست بیا ادعا کوي چې اوسنیو وکیلانو هم تر اوسه کومه د قانون جوړونې ناسته نه ده کړې او تېرې دوه میاشتې یې یا د پارلمان د مشرۍ، مرستیالۍ، اداري پلاوي او د امنیت، مالي، دفاع کمېسیونونو د مشرۍ پر څوکۍ په معاملو تېرې کړې، یا یې هم له دولت څخه ځانته د موټرو، باډیګارډانو او نورو امکاناتو د برابرولو پسې هلې ځلې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *