سرچینه: Women Health
ژباړن: الیاس سعیدي
امریکا او اروپایي هېوادونه چې نن د مېرمنو د حقونو کومې ادعاوې کوي په تېر کې په‌کې د مېرمنو وضعیت لکه د نن په څېر نه و. که په دغو هېوادونو کې د مېرمنو د حقونو او مبارزې تاریخ ولوستل شي له ډېرو عجیبو به خبر شئ. ځینې یې په لاندې ډول دي:
ــ مېرمنو د کرېډټ کارت لرلو حق نه درلود
که به مېرمنو غوښتل بانکي کرېډټ کارت دوی دا حق یې نه درلود. خو دوی کولای شول د خاوند یا د کورنۍ د بل نارینه غړي په کرېډټ کارت ځانته اکاونټ جوړ کړي او بانکي حساب ولري.
ــ په هېڅ دلیل مېرمنو سقط جنین نشوای کولی
سقط جنین یا د ماشوم لرې کول یوه جنجالي موضوع ده او په دې وروستیو کې یو شمېر هېوادونو ددې کار پرضد قوانین وضع کړل، یعنې اوس سقط جنین ډېر عام شوی او یو شمېر هېوادونو قوانین وضع کړل، چې مېرمنې د ماشوم له لرې کولو راوګرځوي، خو جالبه دا ده چې تر ۱۹۷۰ کلونو وړاندې مېرمنو په هېڅ دلیل، ان طبي دلیل، هم نشوای کولی خپل ماشوم لرې کړي. که به دوی دا کار کاوه، نو جرم بلل کېده او له سختو سزاګانو سره مخ کېدل.
ـــ دوی د ښځو نړیواله ورځ نشوای نمانځلی
تر ۱۹۷۰ کال وروسته په ټوله نړۍ کې فعالو مېرمنو مبارزه پیل کړه او د دوی په نوم د نړیوالې ورځې د نمانځنې له لارې د خپلو حقونو غوښتونکې شوې. خو تر دې وخت وړاندې دوی هېڅ حق نه درلود چې د خپلو حقونو د ساتنې یا پاللو په پار د ښځو نړیواله ورځ ونمانځني. موږ پوهېږو چې د ښځو نړیواله ورځ د ۱۹۰۰ کلونو په وروستیو کې وټاکل شوه.
ــــ په کار ځایونو کې د زېږون لپاره رخصت نه و
سره له دې چې هغه مهال مېرمنو ډېر سخت او شاقه کارونه پرمخ وړل، خو که به دوی حمل واخیست یا به یې د ماشوم د زېږېدو وخت را ورسېد، نو د ارام او په کور کې ددې ټولې مرحلې د تېرولو اجازه یې نه لرله. هغوی به مجبور وې چې تر زېږون وروسته هم پخپلو کار ځایونو کې پاتې شي او له نارینه‌‌وو سره اوږه په اوږه خپل ورځني کارونه پرمخ یوسي.
ـــ په پوځي اکاډمیو کې داخله نه ورکول کېده
ښځو ته د کمزورو په سترګه کتل کېدل او هغوی ته په هېڅ صورت په پوځي اکاډمیو کې د داخلې اجازه نه ورکول کېده. خو وروسته په کار ځایونو کې د ښځو له لوري ښځو ته د خدمتونو د ترسره کولو او د هغوی له ځواک څخه د هېواد په دفاع او امنیت ساتلو کې د استفادې له وجې په پوځي اکاډمیو کې ورته د داخلې اجازه ورکړل شوه. هغوی ته د اجازې نه ورکولو لپاره یو دلیل ډېر مشهور و، چې ښځې د جګړې قوانین او اصول نشي مراعتولی. ښایي دا دلیل ډېرو ته اوس نامعقول ښکاري، خو هغه مهال معقول و.
ـــ په کار ځایونو کې د خوندیتوب حق نه ورکول کېده
که به د هغوی کارفرما یا د کاري ادارې او ځای مسؤول وغوښتل ترې د جنسي غریزې د سړولو استفاده وکړي، نو کولای یې شول. ښځو هېڅ حق نه درلود چې هغوی ته (نه) ووایي او د هغوی د غوښتنې ردول به د دندې یا کار له لاسه ورکولو په معنی و.
ـــ ښځو له خاوند د طلاق اخیستو حق نه درلود
نن سبا ډېری خلک پوښتنه کوي، چې ولې د تېرو ۵۰ کلونو په پرتله له مېړونو د ښځو د طلاق کچه زیاته شوې، ددې پوښتنې لوی لامل دا دی، چې نن ښځو دا حق ترلاسه کړی. وړاندې ښځو نشوای کولای د نارضایتۍ په صورت کې هم له خپلو مېړونو طلاق واخلي، هغه څه چې په افغانستان کې همدا اوس هم ناشونی او شرم بلل کېږي.
ـــ مېرمنو د ستور پېژندنې علم نشوای زده کولی
ددې دلیل دا و چې هغه مهال ناسا به یوازې په پوځ کې روزل شوي کسان د ستور پېژندنې یا د فضایي علومو د زده کولو لپاره قبلول، خو دا چې په پوځي اکاډمیو کې مېرمنو ته د زده کړو یا داخلې اجازه نه ورکول کېده، نو مېرمنې له دې حق هم محرومې وې.
ـــ مېرمنو ورزشي بوټان نشوای پښو کولی
دا چې نارینه‌وو د ورزش حق درلود او مېرمنو نه درلود، نو په بازار یا مارکېټ کې د هغوی لپاره ورزشي بوټان هم نه جوړېدل، نو ځکه هغوی نشوای کولی ورزشي بوټان پښو کړي.
ــــ مېرمنو یوازې سکرتري او معلمي کولی شوای
مېرمنو ددې حق نه درلود، چې په هره برخه کې دنده ترسره کړي یا د خپلې خوښې مسلک ولولي. دوی یوازې حق درلود سکرتري یا معلمي وکړي او تر دې هاخوا په بل هېڅ مسلک کې ورته د کار ځای نه و، نو ځکه اړتیا هم نه پیدا کېده، چې مختلف مسلکونه دې ولولي لکه طب، مدیریت یا انجینري….
نوټ: دا په امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونو کې هغه کارونه دي، چې مېرمنو تر ۱۹۷۰ کال پورې نشوای ترسره کولی، خو افسوس یې بولئ او که د وروسته پاتې والي تر ټولو وروستی حد، چې د دغو کارونو زیات شمېر یې همدا اوس مېرمنې په افغانستان کې هم نشي ترسره کولی. له خاوند څخه د طلاق اخیستل جنجالي موضوع ده، زده کړو ته د لاسرسي پر وړاندې یې ګڼ خنډونه شته، میراث نه ورکول کېږي، په آزاد ډول تګ راتګ نشي کولی او ګڼې نورې ستونزې، چې که څوک پسې قلم راواخلي، ښایي تر دغو هم جالب او هېښونکي وي.

By Azhar

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *