تاند، شنبه د چنګاښ ۲۹ مه: د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، تر څو چې طالبان د تاوتریخوالي او جګړې تګلاره بدله نه کړي، د سولې شعارونه به یې د خلکو د غولولو په معنا وي.
سرور دانش نن شنبه د وطندوستانو د سواد کاروان غونډې ته وینا کې ویلي، افغان سولې لپاره تر دا مهاله ډېر ښه اقدامات شوي دي او افغان حکومت یې هم هرکلی کوي، خو په وینا یې طالبان لا هم په جګړې ټینګار لري.
د ښاغلي دانش په خبره، سوله باید پر ۱۸ کلنو لاسته راوړنو د پښو ایښودلو په معنا نه وي، نه به هم ولس هغې ډلې ته تسلیم شي چې افغانستان کې د هیچا زړه کې ځای نه لري.
سرور دانش د طالبانو واکمني د تاریخ توره پاڼه بللې او زیاته کړې یې ده دغې ډلې افغانستان په اویایمه لسیزه کې په خاموشه هدیره او سوې ځمکه بدل کړی و: (( اوس هم که طالبان خپله جنګي تګلاره بدله نه کړي، له جګړې لاس وانخلي او اوربند او بین الافغاني خبرو ته غاړه کېنږدي، نو د سولې ټول شعارونه به یې د عامه افکارو د تېر ایستلو او د خلکو غولولو په معنا وي.))
د ولسمشر د دویم مرستیال په خبره ، که طالبان فکر کوي یوازې امریکا سره به د سولې په خبرو دا پروسه بریالۍ کړي، نو دا یې خیال دی او محال فکر دی: (( د جګړې اصلي لوری افغانان دي چې د سولې اړوند باید خپله پریکړه وکړي.))
دا په داسې حال کې ده چې خلیلزاد د افغان سولې لپاره د هلو ځلو او سفر د پيل لپاره بیا موزې په پښو کړې دي.
خو شنونکي وايي، د طالبانو اراده د سولې نه ښکاري بلکې دا ډله هڅه کوي د سولې په نوم امریکا سره معامله وکړي، د هغوی ټولې غوښتنې ومني، خو چې امریکا ورته د افغانستان د حکومت په سپارلو سلا شي او سر ورته وخوځوي.
شنونکي وايي، طالبان د یو جمهوري او ټولمنلي نظام پر ځای بیرته د خپل پخواني امارت خوبونه ویني.