تاند، شنبه، چنګاښ ۲۹مه: کورنیو چارو وزارت د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو پر مهال د ۱۶ طالبانو د وژنې او ۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

کورنیو چارو وزارت نن شنبه تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات له پنجشنبې راهیسې پيل شوي او تر دې دمه یې په ترڅ کې کمپ بازار، حاجي عبدالاحد کلی، سرکاتب کلی، حاجي عسکر اغا کلی او شاوخوا نورې سیم له وسله والو طالبانو پاکې شوې دي.

امنیتي چارواکي وايي، طالبانو مارجې ولسوالۍ ته تللې لاره له سره تر پایه په ماینونو پوښلې وه چې تر اوسه د لارې په اوږدو کې ۲۹ کړۍ ماینونه کشف او خنثی کړي او د طالبانو ۱۰ مرکزونه یې هم له منځه وړي دي.

د هلمند ولایتي چارواکي وايي، دا عملیات ځکه پيل شوي چې دوی ته د رسېدلیو شکایتونو او راپورونو په اساس دا مهال مارجه او ددې ولسوالۍ شاوخوا ته له طالبانو سره ګڼ بهرني جنګیالي هم راټول شوي وو، چې له کبله یې شاوخوا ولسوالۍ تر ګواښ لاندې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *