Sen. Lindsey Graham speaks as Supreme Court nominee Brett Kavanaugh testifies before the Senate Judiciary Committee on Capitol Hill in Washington, DC, U.S., September 27, 2018. Michael Reynolds/Pool via REUTERS - RC1C49B8EB20

تاند، شنبه، د چنګاښ ۲۹مه: امریکايي سناتور لینډسې ګراهام پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ کړی دی چې د طالبانو لخوا له افغانستانه په ۱۸ میاشتو کې د ځواکونو ایستلو غوښتنه ونه مني.

دغه امریکايي سیاستوال زیاته کړې، بهرني ځواکونه باید د افغانستان وضعیت ته په پام یا پاتې شي یا ووځي.

د سنا جرګې غړي لیندسي ګراهام دا خبره یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د اووم پړاو خبرو په اړه د کانګریس غړیو ته معلومات ورکړل.

سناتور ګراهام په یوه ټویټ کې لیکلي«هیله لرم چې د ټرمپ حکومت به د سیمې شرایطو ته له پامه پرته په اتلس میاشتو کې د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د طالبانو غوښتنې ته کمزوری ځواب ورنه کړي.»

ګراهام وايي، که امریکايي ځواکونه له افغانستانه ژر ووځي ممکن بیا پر امریکا د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې په شان حمله وشي.

دی وايي«موږ او متحدان مو اوس په افغانستان کې لږ شمېر پوځیان لرو چې دا د القاعده او داش د بیا راپورته کېدو د مخنیوي تضمین کوي او د افغانستان یووالی ساتي.»

د امریکا د کانګریس دغه مطرح غړي هیله څرګنده کړه چې د ټرمپ حکومت به په ۱۸ میاشتو کې له افغانستانه دامریکايي پوځیانو د وتلو لپاره د طالبانو غوښتنه ونه مني.

نوموړي په ۱۸ میاشتو کې له افغانستان څخه د ځواکونو له ایستلو سره مخالفت کړی او زیاته کړې یې ده دا باید معلومه شي چې امریکا طالبانو سره د یوې ښې هوکړې په لټه کې ده او که غواړي یوه جعلي هوکړه ورسره لاسلیک کړي؟

 دا په داسې حال کې ده چې همدا پرون هم د افغانستان د حکومت ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب ویلي، که د سولې روانه پروسه د افغانستان د موجوده نظام د ړنګولو پروژه وي، نو پر وړاندې به یې ودرېږي.

افغان حکومت د سولې په ماموریت کې  څو ځله د خلیلزاد پر ماموریت شک ښودلی خو خلیلزاد او امریکا بیرته په لنډ وخت کې د حکومت د قانع کولو هڅې پیل کړي او د سولې په تړاو یې طالبانو سره بیا نوې او اندیښمنوونکې ګنګوسې راوتلې دي.

 کره معلومات ښيي چې خلیلزاد، د ټرمپ په غوښتنه د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو نه وړاندې طالبانو سره د یو فوري ډیل او معاملې هڅه کوي چې په هغې کې د افغانستان ګټې شاته او د ټرمپ کمپایني هلې ځلې لومړیتوب لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *