تاند، شنبه د چنګاښ ۲۹مه: د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت، د جګړې له ښکېلو ډلو غوښتي چې علمي او ښوونیز مرکزونه دې د خپلې جګړې ډګر نه ګرځوي.
دغه وزارت نن شنبه د یوې اعلامیې په ترڅ کې د کابل پوهنتون مخې ته د سیتاژ ازموینې لپاره راټولو شویو کسانو باندې د جمعې د ورځې برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې پر علمي مرکزونو بریدونه یوه غیر انساني کړنه ده.
وزارت پر وسله والو مخالفینو غږ کړی چې د علمي او ښوونیزو مرکزونو بې طرفي حفظ کړي ځکه دا مرکزونه په اسلام او ټولو بشري قوانینو کې لوړ ځای لري.
اعلامیه کې راغلي، وسله والې ډلې دې علمي مرکزونه د جګړې او سیاستونو ډګر نه ګرځوي: (( پر علمي مرکزونو او محصلانو بریدونه د هیواد سیاسي او نظامي وضعیت سره اړخ نه لګوي بلکې دا یو غیر انساني عمل او د بشري اصولو خلاف کار دی.))
لوړو زده کړو وزارت دغه راز د هېواد د ملي امنیت ادارې څخه هم غوښتي چې د کابل پوهنتون پر محصلانو د جمعې د ورځې برید وپلټي او عاملان یې باید له نیولو وروسته په سزا ورسوي.
پرون یو ځانمرګی د کابل پوهنتون سویلي دروازه کې پر محصلینو موټر بم برید وکړ چې له کبله یې ۱۰ کسانو ژوند وبایله او ۳۳ نور ټپیان شول.
طالبانو که څه هم د برید د مسوولیت اخیستلو څخه ډډه وکړه، مګر کورنیو چارو وزارت وویل، د دوی کره اسناد ښيي چې دا برید طالبانو کړی او له دې ډاره چې ولس یې پر ملکي تلفاتو غبرګون ونه ښيي، د برید له منلو څخه شاته شوي دي.