تاند، شنبه د چنګاښ ۲۹مه: امریکن انټرسټ انلاین اژانس وايي، ډونالډ ټرمپ به د جولای په ۲۲مه د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د افغان سولې په تړاو لیدنه وکړي.
بریښنايي رسنۍ وايي، دواړه مشران به تر ډېره د افغان جګړې په ختمولو تمرکز وکړي او دا حد به سره په خبرو کې وټاکي چې خپلو ترینګلو شویو اړیکو ته د افغان جګړې په ختمولو سره د پای ټکی کېږدي.
پاکستاني چارواکي، هیله من دي چې عمران خان به ټرمپ ته د افغان جګړې په ختمولو کې د پوره مرستې ډاډ ورکړي تر څو له اسلام اباد سره د واشنګټن ترخې شوې اړیکې بېرته ورغوي، په دې معنا چې دې لیدنه کې به د پاکستان پوځ ته دنده ورکول کېږي چې نور د طالبانو د جګړې ماشین په زنګو وخوري او د تل لپاره یې ودروي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تر دې وړاندې یو سیمینار ته ویلي، هیواد یې د امریکا لخوا د افغان بحران د سیاسي حل د تګلارې هرکلی کوي، ځکه د ده په وینا دا د پاکستان پخوانی دریځ هم دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون د امریکا په پنځه ورځني سفر وتلی دی او داسې ګنګوسې دي چې دې سفر کې یې ځان سره د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه هم بیولی دی.
پاکستان هڅه کوي، د امریکا ترې مات شوی باور بیرته ورغوي او خپل شړېدلي اقتصاد ته د امریکا د اوږې ورکولو خیرات یو وار بیا وغواړي.
اوس خو به دغه واړه طالبان پوهېدلي وي چې ړ چا په لاس لوبېږي که نه؟