په داسې حال کې،چې په دې وروستيو کې د طالب استازو او امریکا خبرې تر پخوا تودې شوې دي او له افغانستانه د امريکايې ځواکونو د وتلو په اړه په کور د ننه او امریکا کې ضد او نقيض څرګندونې کیږي؛ نو د پوخ عمر هر افغان ذهن ته له افغانستان څخه د سرو لښکرو د وتلو سناریو ور په یادوي.

د پخواني شوروي اتحاد لښکرو څلور لیسزې وړاندې د ځمکې او هوا له لارې پر افغانستان يرغل وکړ او ببرک کارمل يې قدرت ته ورساوه.

شورويانو په افغانستان کې نهه کاله تېر کړل او د وخت مجاهدينو يې د امريکا په مالي او تسلیحاتي ملاتړ چې د پاکستان له لارې ورته برابرېدل؛ پر ضد وجنګېدل. بالاخره د ۱۹۸۸ زېږدیز کال د اپریل میاشتې په ۱۴مه نېټې د جينوا پرېکړې له مخې روسانو ته له افغانستانه د وتلو لار برابره شوه.  

له افغانستانه د روسانو وتلو سره خلکو داسې فکر کاوه، چې ګواګې سوله به راشي، امنیت په ټینګ شي او حق به حقدار ته وسپارل شي،خو هر څه برعکس شول او د سولې پر ځای جګړو او ورانکاریو د افغانستان بڼه بدله کړه. که څه هم هغه مهال د ډاکټر نجيب الله حکومت خپلو وسله والو مخالفانو ته د سولې وړانديز وکړ، خو مجاهدينو ورسره موافقه ونه کړه او جګړې لا هم زور واخيست.

دا، چې ولې د روسانو له وتلو وروسته هم سوله رانغله او جګړو زور واخيست؛ په اړه يې بېلابېل نظرونه شتون لري. جهادي څېرې وايې د جينوا په تړون کې د افغانستان د سولې او نظام په اړه روښانه تګلاره موجوده نه وه، ځکه افغانستان د داسې قوي نظام څښتن نه شو، چې هم په کور دننه پرې ټولې ښکېلې غاړې يوه خوله وای او هم د نړيوالو هيوادونو له ملاتړه برخمن وای؛ خو عام خلک او يو شمېر کارپوهان بیا په دې باور دي، چې ګواکې د شورويانو له وتلو وروسته د واک پر سر د مجاهدينو جنجالونو، د روسانو او ډاکټر نجيب د حکومت د اړيکو سوړوالی او د جينوا په تړون کې په افغانستان کې د ښه نظام رامنځته کولو په اړه د نړيوالو بې توجهي او پلان نه لرل؛ د دې لامل شول، چې افغانستان د جګړو په ډګر بدل شي، له بل پلوه کله، چې داکټر نجیب الله له افغانستانه د روسانو د وتلو ورځ د ژغورنې ملي ورځې په نوم یاده کړه، نو دغه چاره سبب شوه چې د کابل او مسکو اړيکې سړې او د پاکستان له ملاتړه د برخمنو مجاهدينو پر مټ د ډاکټر نجيب الله حکومت ړنګېدو ته زمینه برابره شي.

آیا نن او پرون حالات يو شان دي؟

په داسې حال کې چې اوسمهال د طالبانو او امریکايانو تر منځ د سولې په خبرو کې له افغانستانه د امريکايي سرتېرو د وتلو خبره ډېره مطرح کيږي او وسله وال طالبان یې د وتلو خبر ته څڼې غورځوي او ورسره له افغان حکومت سره له خبرو انکار کوي؛ دې چارې د عامو خلکو سره دا اندېښنه پيدا کړې چې ښايي يو ځل بيا د مجاهدينو د وخت تجربه تکرار شي، ځکه هغه مهال هم مجاهدينو د ډاکټر نجيب الله له حکومت سره له خبرو انکار کاوه،خو له روسانو یې غوښتي و،چې حکومت دوی ته وروسپاري او اوس د طالبانو وسله واله ډله هم د افغانستان له حکومت سره د سولې له خبرو انکار کوي،خو له امریکا سره خبرې دوستانه او اغېزمنې بولي؛ هغه مهال هم روسان له افغانستانه ووتل او افغان حکومت د پاکستان له ملاتړه برخمنو مجاهدینو ته پاتې شو او اوس هم که امریکايان وځي نو وسله وال طالبان، چې د پاکستان، ايران او روسيې له ملاتړه برخمن دي؛ د افغانستان په سياست کې راګډېدونکي ښکاري.

اوسني او پخواني حالات په يو تفاوت سره نور بيخي ورته دي؛ او تفاوت دا دی، چې هغه مهال ولس د پاکستان په مکاره توب دومره پوه نه و او داکټر نجيب الله ورسره د مقاومت لپاره ځان ته و، خو اوس دا هیله شته،چې ولس مو د پخوا په پرتله د پاکستان په نيت ښه پوه او اشرف غني هم د ولس او  نړيوالو له ملاتړه برخمن دی.

خو یوه اندېښنه لا پر ځای ده،چې که طالبان د نړیوالو د ګټو د خوندیتابه تضمین ورکړي ممکن افغانستان یو ځل بیا ځانته پرېښودل شي.


او دا هم د یادونې وړ ده،چې که طالبان د مجاهدينو له تيرو سهوو عبرت نه اخلي او خپلې سرزورۍ ته دوام ورکوي او له حکومت سره خبرو ته نه حاضريږي نو ډېر ژر به د وسله والو طالبانو مشران هم له خپل اوسني دريځه پښیمانه او ولس ته بې ځوابه پاتې وي.

One thought on “امریکا به د پخواني شوروي لاره تعقیب کړي؟| خوشحال آصفي ”
  1. سلام
    وا یی چې له پردی زوی نه خبله لور ښه ده . په دې مانا چې روسان، چین، ایران ، باکستان او یودرجن د منخنی اسیا نور نوی راټوکېدلی او دکمونیزم له بنده خلاص شوی ستانونه نن هم پردی دی او سبا هم . دې نه زمونږ کورنی سیاست کې هېڅ نه جوړیږی بله مهمه مو ضوع په سیاسی لحاظ داد ه چې خلیل زاد ولې دا فغانستان دسولې لپا ره ملا راتړلې ده مګر د بن له کرغېړنی پرېکړی یی پند نه دی اخیستی لکه المان.د ریباری لکړه یې په لاس کور په کور ګرځی دا هم د سیاست یوه ګونګه برخه
    ده چې ازمایلی بیا از مایل اشتباه ده! سره ددې چې موږ له یوعالم سهو اوخطا سره د کلتور په نوم نښتی یو که منی هم وی خو موږ یی عملی کوو
    دولت دڅه لباره ټاکنې کوی؟ دومره ګزاف خیراتی بیسی هسې مجانی له لاسه ور کوی موږ چې په اسلام کې روغه جوړه نه شو کولی نو د بل چا دروغجنې دموکراسۍ پېښې به څه کو و هغه هم دیو داسې هېواد چې له دوه غوږو په فساد کې ډوب دی راځې چې ډېره لنده محاسبه وکړو اوله هرډول سیاست نه بهر د ا فغا نستان حکومت اسلامی ، د هندوانو به مرسته جوړشوی بارلما ن اسلامی او ټول غړی یې د مجاهد ولس استاذی ودتقوا لرونکی او برهیزکاره په تا لا رکې دالهی ارشاد ی ویننا او لارښوونې احکام حومره ښایسته بریښی جې هېڅ دول سیاست یې د مفهوم او ما نا به لحاظ نشی لاندې کولی
    واعتصمو بحبل الله جمیعا ولا تفرقوا
    سوچ په کارده ای خلکو دادی دیوال د ښایست او زینت لپاره نه دی بلکی دعمل او عبادت لباره دپوهې او ذکاوت لباره ، دیووالی او اخوت لباره ، دبشبړ انسانیت او مدنیت لباره . شرم او ننګ دی چې موږ مسلمانان په خبلو کې د سولې او یووالی په رڼا کې ګد ژ وند نه شو کولی او د فرعونی هوس او نفس په شنه خره سپاره یو . د یوه بې ګناه انسان وژنه لا حو ل والله …….ستر جنایت او لویه ګناه ده اسلامی فرهنګ به عمل، اخلاق ،اخلاص، باکی ، او کامل باور ولاړ دی
    ستا لیکنه په زره پورې او جالبه ده او ډیر براخ هراړخیزه اهداف کې څېړل شوی کاشکې مونږ افغا نانو خپل ملی ګټو ته له خپلو شخصی ګتو نه لومړیتوب ورکولی . کاشکې مونږ له خپلې بړستنې سره پښې اوږدولی او په خپل کمبود مو اعتراف کولی او همدارنګه له خپلو ناوړو ناکاموتجربو مو یوڅه تجربه لاس ته راوړلای که لږ دقیقه پاملرنه وکړو داټوله ګنا موږ کې ده چې هېواد مو له بشبړکړکېچ سره مخ شو . موږ به خبله دنړۍوالو لباره زمینه برابره کړه کورته مو راوستل له بده مرغه زمونږ فرهنګ یی له ستر ګواښ سره مخ کړی چې په ډیرو برخو کې یې په سترګو وینی ،شرم لاړ اوحیا نه شته چی دولس مشرۍ نوماند حنیف دښخو دجنسی ازار ګړنګی به غاړه کې اچولی او نارې وهی حیا نیم ایمان دی
    دا څومره رسوا یی شوه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *