تاند، یکشنبه، د چنګاښ ۳۰مه: د پوهنې وزارت وایي، له پنځلس کلنۍ څخه پورته شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانان لیک لوست نه شي کولی.
د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معینیت وایي، په دغو ۱۰ ملیونه کسانو هر کال ۴ سوه زره شاوخوا کسان اضافه کېږي، خو دوی په تېرو ۱۸ کلونو کې یوازې شپږ میلیونه افغانانو ته د لیک و لوست زمینه برابره کړې ده.
د دې وزارت د سواد زده کړې معین سردار محمد رحیمي وایي، دا مهال ۱۴ ولایتونو کې د سواد زده کړې پروګرام ښه روان دی خو شلو ولایتونو کې بیا وضعیت د ډاډ وړ نه دی: (( موږ هڅه کوو تر ۲۰۳۰ کاله پورې د باسواده افغانانو شمېر ۷۰ سلنې ته لوړ کړو.))
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي بیا وایي، له ۲۰۰۲ کال راهیسې هېواد ته لس میلیونه وګړي راستانه شوي چې زیاتره یې د کډوالۍ پر مهال له ښوونیزو امکاناتو برخمن نه وو: (( همدا اوس د کډوالو له منځه ملیونونه کسان سواد زده کړې ته اړ دي خو پوهنې وزارت دغې ستونزې ته د لاسرسي توان نه لري.))
بلخوا د شنبې په ورځ د ولسمشر دویم مرستیال د وطنپالانو د سواد کاروان غونډې ته وینا کې وویل، تېرو ۴ کلونو کې حکومت د سواد زده کړې ۷۰ زره ټولګي جوړ کړي چې په ترڅ کې یې یو نیم میلیون کسانو لیک لوست زده کړی دی.
د دانش په خبره دغو کورسونو نه ۸۷۶ زره کسان فارغ شوي چې له دې منځه ۵۰۸ زره یې مېرمنې دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د احصائیې ملي ادارې وروستۍ شمېرې ښيي دا مهال افغانستان کې ۳۲ میلیونه وګړي ژوند کوي چې د حکومت د ارقامو په اساس له دې منځه ۳۹ سلنه وګړي باسواده دي.