تاند، یکشنبه د چنګاښ ۳۰مه: ملي دفاع وزارت وايي، غزني کې د طالبانو منځ کې د دوی درې ځانمرګي چاودلي چې له کبله یې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي.
دفاع وزارت نن یکشنبه تاند ته په را استولې خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه د غزني، ناوې ولسوالۍ خواجه خېلو کلي کې شوې ده.
دفاع وزارت وايي، د ناوې خواجه خېلو کې پرون ۴۵ طالب ترهګر یوې غونډه کې سره راټول شوي وو او غوښتل یې چې درې ځانمرګي یو ډله ییز برید ته رخصت کړي چې په دې وخت کې درې واړه ځانمرګو پورې تړلي مواد چاودېدلي دي.
خبرپاڼه پېښه کې د ۲۴ طالب وسله والو د وژنې خبر تاییدوي او وايي ۱۰ طالبان په کې ټپيان شوي هم دي.
دا لا نه ده معلومه چې دا په طالبانو کې دننه د اختلافاتو له کبله پلان شوی برید و، که طالبانو ته یې د واسکټونو نه خپله تخنیکي ستونزه بلا ګرځېدلې ده.
که څه هم طالبانو دا پېښه نه ده لا تایید کړې، خو په دې ډول لسګونه پېښې شوي چې پر طالبانو یا خپل ماینونه چاودلي، یا یې په منځ کې خپلو ډلو ځانمرګی برید کړی او یا یې هم د چاودیدونکو توکو ډیپوګانو انفجار کړی دی.