د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چې په یوه رسمي درې ورځني سفر واشنګټن ته رسېدلی، ډالاس هوایي ډګر ته له رسېدو سره سم یې هېڅ امریکایي چارواکی هرکلي ته نه دی ورغلی. په ډیپلوماتیک عُرف کې دا د امریکا له لوري د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته د ارزښت نه ورکولو په معنی ده. هغه به له ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې تر وخته د پاکستان په سفارت کې مېشت وي.

ټاکل شوې نوموړی سبا (دوشنبه د روانې جولای میاشتې په ۲۲ نېټه) د امریکا متحده ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري او پر افغان سولې سربېره د پاکستان او امریکا ترمنځ په دوه اړخیزه اړیکو به خبرې وکړي.

د عمران خان د ګوند تحریک انصاف له لوري په یوې خپرې شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې ډالاس نړیوال هوایي ډګر ته له رسېدو سره سم د نوموړي هرکلي ته یوازې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسد محمد خان، له وړاندې واشنګټن ته تللی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د پاکستان د سفارت نور ټیټ پوړي چارواکي ورغلي دي.

د پاکستان له لومړي وزیر سره په دې درې ورځني سفر کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه، د ای ایس ای رئیس فیض حمید او د سوداګرۍ وزیر عبدالرازق داوود ملتیا کوي.

سرچینو ویلي، امریکا هڅه کوي پاکستان قانع کړي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ مذاکراتو او دایمي اوربند ته وهڅوي او ښایي پاکستان د ځينو امتیازاتو د ترلاسه کولو په بدل کې له امریکا سره په ترهګرۍ ضد جګړه کې نوې ژمنې وکړي. 

By Azhar

3 thoughts on “امریکا کې د عمران خان سوړ هرکلی”
  1. سلامونه او نېکې هیلې
    پاکستان د امریکا لومړنی دوست او په سیمه کې د امریکا د کرغېړنو پروژو پلۍ کوونکی هېواد دی دا چې اوس یې تود هرکلی ندی شوی دا هم د امریکا د ناولې ستراتیږی یوه برخه ده تر څو ساده افغانان پرې و غولوي

    1. پاکستان هيځ وخت د هيچا دوست نه وه .
      پاکستان د انګريزانو پروژه او په مصنوعی ډول جوړشوي هيواد دي چې په سيمه کې د نورو هيوادونو دسرخوږيو پيداکول يې موخه ده .
      امريکا هم له پاکستان څخه د خپلو گټو لپاره استفاده کړيده او نوريې ايسته غورځولی دی .
      اوس امريکا په ښکاره ډول غواړي پاکستان ته غوږ تاوی ورکړي ، نو ځکه يې عمران خان د توتو په نرخ هم نه دی اخيستی!
      پاکستان بياهم غلطي کوي چې له افعانستان سره د منافقت او شرارت له سياست نه لاس نه اخلي .
      دا به انشاءالله پاکستان ته په ډيره لوړه بيه تمام شي .

  2. پاکستان هيځ وخت د هيچا دوست نه وه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *