تاند، یکشنبه، د چنګاښ ۳۰مه: د پکتیا ګردېز ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند نن ماسپښین د پکتیا پوهنتون او ملکي روغتون تر منځ کوڅه کې چاودنې لږ تر لږه ۱ کس وژلی او ۶ نور ټپيان دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت تاند ته وايي، پېښه د موټر بام د چاودنې له کبله شوې چې په وینا یې یو ملکي کس په کې وژل شوی او د پکتیا پوهنتون ۶ محصلان په کې ټپيان دي: (( برید د زرمت ولسوالۍ د پاڅونوالو په قومندان عزیز شوی چې نوموړی په کې شهید شوی، خو یو ساتونکی یې، دوه ملکیان او ۴ محصلان په کې ټپيان شوي دي، مخالفانو دغې کوڅه کې موټر بم درولی و او په ریموټ یې چاودنه ورکړې ده.))

نوموړی وايي، چاودنه کې د پکتیا پوهنتون ودانیو، ملکي روغتون، د محصلینو لیلیې او سوداګریزو مارکیټونو ته هم مالي تاوان اوښتی دی.

تر اوسه چا د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

 دا په داسې حال کې ده چې له یوې اوږدې مودې راهیسې پکتیا ګردېز ښار کې کوم برید نه شوی، خو تېر کال د دې ولایت پر امنیه قومندانۍ خونړي برید کې د ولایت قومندان وژل شوی او ښار کې پراخ زیانونه اوښتي وو.

دغه ولایت کې د زیاتو بریدونو پړه طالبان پر غاړه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *