تاند، یکشنبه، د چنګاښ ۳۰مه: د سیمه ییزو ارګانونو خپلواک کمېسیون اعلان کړه چې حکومت د ولسمشریزو ټاکنو تر پایه پر دولتي څوکیو مقررۍ او استخدم بند کړ.

 د یادې ادارې لخوا تاند ته نن یکشنبه په را استولې خبرپاڼه کې راغلي، دا کار د چارو د روڼتیا او وظیفوي خوندیتوب لپاره کوي او له دې وروسته د ټاکنو تر پایه پورې هیڅوک په مرکز، ولایتونو، ولسوالیو او ښاروالیو کې له لومړي بست څخه تر اتم بسته پورې په هیڅ یوې څوکۍ خلک نه شي ګمارلی.

د سیمه ییزو ارګانونو اداره وايي، هغه کسان چې شارټ لیست شوي یا یې د رقابتي ازموینو پړاوونه وهلي دي، باقي کارونه به یې له ټاکنو وروسته مخته وړل کېږي.

خبرپاڼه کې راغلي، دولتي ادارې یوازې د شدیدې اړتیا، امنیتي ستونزو، اداري فساد او بې کفایتۍ له کبله کولی شي یو شمېر مقرر شوي کسان له دندو ایسته کړي.

ټاکل شوې چې یوه اوونۍ وروسته ټاکنیز کمپاینونه پيل او دوه میاشتې دوام وکړي، چې ولسمشریزې ټاکنې به د راروانې میزان میاشتې په ۶مه نېټه ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *