تاند- یوه امریکايي ماډله سارا ګولډن ادعا لري چې د افغانستان د دفاع د پخواني وزیر زوی پرې جنسي تېری کړی دی.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، سارا ګولډن ادعا کړې چې د حامد کرزي د حکومت په دوره کې د دفاع د پخواني وزیر جنرال عبدالرحیم وردک زوی حامد وردک پرې جنسي تېری کړی دی.
دا امریکايي ماډله وايي چې حامد وردک په ۲۰۱۸ م کال د امریکا د خپلواکۍ په ورځ پر دې دوه ځلې تېری وکړ او دې یې په اړه د نیویارک د منهاټن په مرکزي محکمې کې شکایت ثبت کړ.
سارا ګولډن ادعا کوي چې په محکمې کې د شکایت له درجولو وروسته حامد وردک ورته وویل چې یوه بې نوم او نښانه ماډله یې او څوک دې په خبرو باور نه کوي.
سارا ګولډن زیاتوي، ۱۰ کاله پخوا کله چې په جورج ټاون پوهنتون کې محصله وه، له حامد وردک سره بلده شوه.
دې نیویارک پوسټ ورځپاڼې ته هم ویلي چې حامد وردک د پوهنتون په دوره کې زیات سوغاتونه ورته اخیستل او تل به یې له خپلو پیسو څخه د نفوذ لپاره کار اخیست او حتي یو ځل یې د دې د سپي د درملنې لپاره ۲۰ زره ډالر لګولي دي.
۲۹ کلنه ساراګولدن وايي، هڅه یې کړې وه چې له حامد وردک سره انډیوالي ختمه کړي، خو هغه پرې جنسي تېری وکړ.
خو د حامد وردک مدافع وکیل الیکسیس فیلډ د سارا ګولډن ادعا ردوي او وايي چې اغلې ګولډن د دې لپاره چې مشهوره شي دا ډول ادعاوې کوي.
په امریکا او نورو لوېدیځو هیوادونو کې ډېر ځلې داسې شوي چې کله یوه نجلۍ پوی شي چې نارینه زیاتې پیسې لري، د جنسي تېري تور پرې لګوي څو له هغه څخه غرامت ترلاسه کړي.
حامد وردک په افغانستان کې امنیتي کمپنۍ لرله او ویل کېږي چې له دې لارې ملیونر شوی دی. د ده پلار تر ۲۰۱۲ پورې د افغانستان دفاع وزیر و.
ویل کېږي چې ده په ۲۰۰۹ کال د امریکا له دفاع وزارت سره د افغان ځواکونو د اکمالاتي توکو لپاره د ۳۶۰ ملیون ډالرو قرارداد هم کړی و.
په وروستیو نژدې دوو لسیزو کې په افغانستان کې یو شمېر کسان د فساد، غضب او نورو لارو ملیونران شول او ځینو یې د کابل بانک د څو مشرانو په شان په یوه شپه د دوبۍ او نورو هیوادونو په کازینوګانو کې ملیونونه ډالر بایللي او ځینو د جنسي غریزو تر اغېز لاندې بدلمنو ته د ملیونونو ډالرو کورونه ډالۍ کړي دي.