تاند، یکشنبه، د چنګاښ ۳۰مه: د ترکمنستان یو لوړپوړي ډیپلوماټ، د دغه هېواد د ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف د مړینې خبر رد کړ.

په قرغیزستان کې د ترکمنستان سفیر شادوردي میریعوف وايي، د یو شمېر رسنیو لخوا د قربان قلي بیردي محمدوف د مړینې راپورونه ورکول شوي دي چې دی یې په کلکه ردوي او دا خوشې اوازې دي.

نوموړي ویلي، نن یکشنبه د ولسمشر محمدوف د مرګ اوازه وه، حال دا چې هغه ژوندی دی او په دې اړه به یې رسمي بیانیه ډېره ژر خپره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکمنستان خارجه وزارت هم په یو بیان کې د قربان قلي محمدوف د مړینې خبر جعلي بللی او ویلي یې دي چې ولسمشر محمدوف په رخصتۍ تللی دی.

تر دې وړاندې رسنیو ویلي وو، چې قربان قلي محمدوف د ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *