لیکوال: داکتر عبدالصبور مومند، د امریکا د شمالی کرولینا پوهنتون د نشه يي توکو د تخقیق د برخي غړی

د څیړنو پر بنسټ په افغانستان کي هره دریمه کورنۍ له نشه يي توکو زیانمنه شوې ده  او په ټول هیواد کې تقریباْ ۳.۵ میلیونه کسان د نشه يي توکو څخه استفاده کوي چي د هیواد ۷.۵٪ وګړي په فعال شکل نشه يي توکي استعمالوي.

داچي افغانستان  ځوان نفوس لري چي تقریباْ نیمايي نفوس یې له ۱۵ کالو کم عمر لري او ۶۵٪ له ۲۵ کلنۍ کم عمر لري نو  له یوې خوا ددي ځوان نفوس موجودیت یو فرصت دی خو له بلي خوا نشه يي توکو ته اسانه لاسرسي، بیکاري، کورني تاوتریخوالي، ځوانانو ته د کورنۍ نه پاملرنه او نور اجمتاعي او اقتصادي فکتورونه ددي سبب کیږی چی دنشه يي توکو د استعمال ستونزه کال په کال زیاته شي.

په کوچنیو ماشومانو کې د نشه توکو استعمال یو بله ستونزه ده چي افغان ماشومان ورسره مخ دي د ۲۰۱۵ کال ارقام ښايي چی ۹.۲٪ افعان ماشومانو کي د نشه موادو ټسټ  مثبت و. یعنی په یو شکل نه یو شکل نشه یي توکي ددوی بدن  تته داخل شوي پنځوس سلنه دا ډول  ماشومانو ته د خپلو والدینو لخوا نشه يي مواد ورکړل شوي او داچي نشه مواد د مرکزی عصبي سیستم مهمی برخي لکه د تفکر او قضاوت مرکز مختلوي نو دا ماشومان په راتلوونکي کی له لویو ستونزو سره مخ کولای شي.

افغانستان کې فعلاْ ۱۰۷ روغتیايي مرکزونه موجود  دي چی دا ټول مراکز په کال کی تقریباْ څه کم ۵۰ زره کسان تداوی کولای شي چی پدي اساس ۷۰ کالو کی ایله موجوده معتادین تداوی شي او له بلي خوا هر کال د نشه يي توکو د
استعمالوونکو تعداد زیاتیږی او مطالعات ښايي چی یو معتاد شخص کولای شي په کال کي شپږ کسان په نشه يي توکو اخته کړي.

د افغانستان د عامي روغتیا محترم وزیر صاحب د جون د ۲۶ مې یا د نشه يي توکو د نړیوالي ورځي  په مناسبت جوړ شوي مجلس ته وویل چي پدي خاطر چي د اعیتاد ستونزه کنترول شي باید د کوکنارو کښت قانوني شي، محترم وزیر صیب شاید د خپلي خبری لپاره مختلف دلایل ولري خو زما په نظر د کوکنارو د کښت قانوني کول د اعتیاد د کنترول لپاره د افغانستان په اوسني وضیعت کې ستونزه نشي حل کولاي چي زما د ادعا لپاره یو څو دلایل په لاندی ډول دي:

۱.دنشه يي توکو د کنترول لپاره نړیوال کنوانسینونه موجود او افغانستان هم د دي کنوانسینونو غړی دی
۲. فعلاْ په نړي کي هند، ترکیه او استرالیا په قانوني ډول اوفیم تولیدوي چي دا تولید د دواګانو د جوړولو لپاره دی. په اوس وخت کي په نړۍ کي ۳۵۰-۴۵۰ ټنه مورفین تولیدیږي چي د نړۍ ضرورت رفع کوي که د افغانستان
او فیم په مورفین بدل شي د ۴۵۰ ټنه څخه زیاتیږي.

۳. موجوده کنواسینونونه يواځې په هغه صورت کي د اوفیم د تولید اجازه ورکوي چي د قاچاق خطر يي موجود نه وي او د طبي هدف لپاره وي نه د اعتیاد د ستونزې د کنترول لپاره مثلاْ امریکا او بغضې نورو هیوادونو کې  د مریوانا استعمال قانوني شو خو شرایط يي څه دي: هر نفر چي چرس کري باید جواز ولري چي څومره ځمکه باندي مریوانا کرلي شي، د تولید ټول حاصل به په جواز لرونکي شرکت خرڅوي او بیا هغه شرکت مسوول دی چي باید قاچاق نشي او شرکت يي بیا هغه ځایونو ته رسوي چي هلته یی استعمال جواز لري. له دې  پروسي قوی نظارت کیږی او دولتونه ورڅخه مالیات را ټولوي او لوي عاید دی او بله مهمه خبره دا هم ده چي د چرسو استعمال له  اضرارو سره په ځینې مووارد کې ځینې ګټې لري چې د هغې لپاره یې ترې استفاده بیا کوي.

۴. تراوسه هیڅ مطالعي د اوفیم او هیروینو  د استعمال ګټي ندي پیدا کړي او عموماْ د نشه يي موادو استعمال د طبابت له نظره یو مرض دی او د صحي ادارو مسوولیت دی چي مرض کنترول کړي نه داچي نور يي هم زیات کړي

۵. د اوفیم او مشتقاتو د استعمالوونکو د درملنې  لپاره بغضي تعویضي دواګاني لکه میتادون، بفرینورفین او نالتریکسون موجود دي چي باید د هغي څخه کار واخیستل شي.

۶. په افغانستان د ۵۰٪ څخه زیات معتادين د هیروینو/اوفیم ترڅنګ د میتامفیتامین او نورو مصنوعي مخدراتو څخه استفاده کوي نو ايا هغه باید قاقوني شي؟

۷. فرض کړۍ که ټوله نړۍ کې د قانوني اوفیم تولید بند شي او يواځي افغانستان دا جواز ترلاسه کړي چي د طبي او ضد درد دواګانو د تولید لپاره اوپیم تولید کړي بیا به هم د جواز ورکولو سیسټم، تطبیقیږي او د قاچاق مخنیوی به  یوه لویه ستونزه وي چي په اوس وخت کي د افغانستان شرایط ورته مساعد نه دي.

۸. دا ټولو ته معلومه ده چي د مالیاتو راټولول په افغانستان کي څومره ستونزمن دي نو د مخدراتو د قانوني کیدو په صورت کي به د مافیايي کړیو غوا لنګه شي.

د افغانستان حکومت هم د نشه یی توکو د استعمال  ستونزي ته هغه شان پاملرنه نه ده کړې څنګه چي په کار وه، تیر حکومت یو وزارت ایجاد کړ د نشه يي توکو پرضد د مبارزی وزارت په نوم چي يواځي پالیسي جوړونکي رول درلود
او هيڅ اجرایوي صلاحیت یی نه درلوده. بلکه هرڅه یواځې د کاغذ پرمخ پاتي شول. بله ستونزه دا وه چي دي وزارت کی زیاتره کارکوونکي پرته له کوم امتحانه او د واسطو په زور مقرر شو او نوموړی وزارت هیڅکله مسلکی نشو نو
ځکه خو يي نه کومه ښه او کارا پالیسي او ستراتیژی جوړه کړه او نه يي کومه خاصه لاسته راوړنه لرله. اوسني حکومت يو ښه اقدام وکړ چي د نشه يي پرضد د مبارزی وزات يي  د داخلی وزات د نشه يي توکو پرضد معینیت کی مدغم کړ چي
دا کار شاید څو ګتي ولري. یو داچي د نشه يي توکو د قاچاق پرضد به مبارزه ګړندۍ کړي او که مسلکي کسان ورته و ګمارل شي کارونه به یو څه منسجم کړي. د افغانستان د عامي روغتیا وزارت د مخدره توکو تضاضا راکمولو په نوم  یو
پروګرام  لري چي تر یو حده يي کارونه ښه دي او په تیره لسیزه کي يي ډيری کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندي کړي خو دا پروګرام بیا یواځې  د یو مدیریت اداری واحد تر حده دی او باید لږ تر لږه  عمومي ریاست ته ارتقا ورکړل شي او له ځينې تمایلاتو پاک کړل شي. او له بلی خوا د معتادینو د درملنې پروګرام باید د عمومي صحی سیستم برخه شي چې د نشه يي توکو استعمالونکي مخکي له دي چي د اعتیاد مرحلې ته ورسیږی په وخت په ټولو کلنیکونو کي تشحیص او په اسانۍ سره تداوي شي.

داچي د نشه يي توکو ستونزه خورا لویه ده  نو باید مخلتف سکتورونه پکي برخه واخلي مثلاْ:

۱. د معارف وزارت باید د نشه يي توکو د استعمال د مخنیوي پروګرامونه عملي کړي. فعلاْ په افغانستان کي تاکید په دې کیږی چي د نشه يي توکو د عامه پوهاوي زده کولو ته وخت ورکړل شي.  خو مطالعات ښايي چي د نشه يي توکو
اګاهي یې  په زده کوونکو کی د استعمال د زیاتوالی سبب هم کیږي نو د اګاهي پروګرامونو پرځاي باید د نشه يي توکو د مخنیوي پروګرامونه عملي شي چي نظر د زده کوونکو عمر او صنف ته فرق کوي چي کله به يي مکمل تشریح کړو مثلاْ
زده کوونکي ورزش او سالمو مصروفیتونو ته تشویق شي.

۲. د لوړو زده کړو وزارت باید د طب، فارمکالوژي او نورو پوهنځیو کي یو څو ساعته د نشه يي توکو تدریس ته وقف کړي تر څو صحی کارکوونکي او خصوصاْ ځوان داکتر صاحبان دا معلومات ولري چي اعتیاد یو مرض دي او تداوي لري ځکه کله چي زه پخپله له طب پوهنځي فارغ شوم په دي نه پوهیدم چي اعتیاد څه شی دي ځکه موږ ته داسي کوم درس نه و راکړل شوی. او تر ډيره حده مې فکر کوه چې دا یواځې او یواځې یوه اخلاقي ستونزه ده. خو وروسته پوه شوم چې اعتیاد کاملا یوه ناروغي ده او بس.

۳. د کرنې، ټولنیزو چارو، اطلاعاتو او نور وزارتونه هم مهم مسوولیتونه لري چي باید ادا يي کړي
د نشه يي توکو انواع هم وخت په وخت زیاتیږي او په افغانستان کي ۴۰٪ معتادین په یو وخت کي له یوه څخه زیات نشه توکي استعمالوی مثلاْ د مصنوعي نشه يي موادو لکه میتامفیتامین، تابلیت کا او نورو نشه يي توکو استعمال ورځ په ورځ زیاتیږي او زموږ صحی سیستم باید دې ته اماده اوسي. په اخر کي پیشنهاد کوم چي صحي سکتور باید په دې فکر وکړي چي څنګه د اعتیاد د وقایوي او تداوي پروګرامونه موثر شي او د اعتیاد تداوي باید د عامې روغتیا وزارت یو له مهمو اولویتونو څخه وي. اقلاْ باید په روغتیا وزارت کې دا موجود مدیریت یو عمومي ریاست ته ارتقا وکړي. بودجه يي زیاته شي او د تداوي پروګرام د شواهدو پر بنیاد وي په دي معني چي له داسي میتودونو د اعتیاد په تداوي کی کار واخیستل شي چي ریسرچ يي موثریت ثابت کړي وي.

داچي د نشه يي توکو سره مبارزه د یو وزارت له سطحي پورته ده نو باید  د چاروه په اداره کې  یو ریاست د نشه يي توکو سره د مبارزی په نوم رامنځته ته شي چې  مربوطه وزراتونو له فعالیتونو څخه نظارت وکړي او هم باید د
ولسمشر  تر مشرۍ لاندي یوه  کمیټه رامنځته شي او لکه څنګه  چې د نشه توکو پرضد د مبارزې په قانون کې ذکر شوي د دي شومي پدیدي پر ضد کارونه لا منسجم او پیاوړي کړي او د افغانستان راتلونکی نسل له دې بدبختي وژغورل شي.
د اباد او سرلوړي افغانستان په هیله!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *