عمران خان په امریکا کې

تاند- ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالذ ټرمپ نن په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وویني.

د امریکا ولسمشر ښاغلی ټرمپ په دې هدف له عمران خان سره ویني چې پر نوموړي فشار راوړي چې په طالبانو کې له خپل نفوذه په استفادې د افغانستان په سوله کې مرسته وکړي خو عمران خان تمه لري چې امریکا به یو وار بیا پاکستان ته مرستې ورکړي.

تېر کال ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکا سلګونه ملیون ډالره مرسته ودروله ځکه چې د ده په وینا پاکستان په خوله یو څه وايي خو په عمل کې بل څه کوي.

لوېدیځې رسنۍ وايي، امریکا به واشنګټن ته د عمران خان د سفر په لړ کې هڅه وکړي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې ولاړ حالت پای ته ورسېږي او پر پاکستان به فشار راوړي څو طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کښېنوي.

شنونکی او ځینې جګپوړي مامورین وايي، د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د مرستې خپلول په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره د عمران خان په لومړنۍ کتنه کې د امریکا د اجنډا د سر موضوع ده.

له عمران خان سره په دې سفر کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه هم ملګری دی.

ډېر افغان کارپوهان او یو شمېر پاکستاني کتونکي باور لري چې د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو کې جنرال باجوه مهم رول لوبولی شي.

له عمران خان سره د باجوه یوځای سفر به امریکایانو ته فرصت برابر کړي چې په افغانستان کې د پاکستان د پالیسۍ له اصلي طراح یا معمار سره مخامخ خبرې وکړي.

همداراز د پاکستان د پوځي استخباراتو یا آی ایس آی مشر ډګرجنرال فیض حمید هم په دې سفر کې له صدراعظم عمران خان سره ملګری دی.

د امریکا د ملي امنیت شورا د جنوبي آسیا د چارو مشره، لیزا کورټېس وایي چې لومړی به ولسمشر ټرمپ له صدراعظم عمران خان سره دوه په دوه کتنه وکړه او خبرې ولري، او وروسته به د غرمې د ډوډې پر مهال، د دواړو هیوادونو د نورو جګپوړو چارواکو په حضور کې خبرو ته دوام ورکړي.

لوېدیځې رسنۍ اټکل کوي چې پاکستان به امریکایانو ته ووايي چې تر خپله وسه به هڅه وکړي لیکن په طالبانو کې یې نفوذ محدود دی، دوی ټول په افغانستان کې دي.

پاکستان تر دې پخوا هم د طالبانو په اړه دا ډول څرګندونې کړي دي.

عمران خان به دوه ساعته په سپینه ماڼۍ کې تېرې کړي او د امریکا په یوه تحقیقاتي انستیتیوت کې به وینا وکړي.

لیزا کورټېس خبریالانو ته ویلي چې امریکا ته د ښاغلي عمران خان د سفر مقصد دوه خبرې دي، او هغه دا چې “د افغان سولې د پروسې په پرمختگ کې د پاکستان پر کلکې همکارۍ ټینګار وشي او پاکستان دې ته وهڅول شي چې پخپلې خاورې کې دسختدریځو او ترهګرو د ځپلو لپاره خپلې وروستۍ هلې ځلې، جاري وساتي او لا پسې قوت ورکړي.”

لیزا کورټېس د افغان سولې په برخه کې د پاکستان له لوري تراوسه پورې پورته شوي ګامونه، ابتدايي وبلل، او زیاته یې کړه: “موږ د سولې په هڅو کې د پاکستان ابتدايي تسهیلاتي اقدامات ستایو، خو اوس په دې پروسې کې یو مهم پړاو ته رسېدلي یو او له پاکستانه غواړو چې پر طالبانو فشار واچوي څو دایمي اوربند ته غاړه کښیږدي او په بین الافغاني خبرو کې چې افغان حکومت هم په کې شریک وي، برخه واخلي.”

خو پاکستان فکر کوي دا چې طالبان یې له امریکایانو سره په قطر کې خبرو ته تیار کړي او یا یې سختدریځی حافظ سعید نیولی، کافي ده چې په مقابل کې یې امریکا د پخوا په شان د ډالرو د بوجیو خولې پرانیزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *