تاند، دوشنبه د چنګاښ ۳۱مه: د پاکستان لومړي وزیر له ولسمشر ټرمپ سره تر لیدنې وړاندې واشنګټن کې یوې غونډې ته په ډاګه کړه چې افغان جګړه پوځي حل لاره نه لري بلکې دا کشاله باید نوره د خبرو له لارې اواره شي.

عمران خان په واشنګټن کیپیټل ون ایرینا لوبغالي کې پاکستانیانو ته وینا کې ویلي، نن دوشنبه د جولای په ۲۲مه به د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره هم دا خبره شریکه کړي او دا خبره یې پخوا هم کړې وه چې افغان جګړه د خبرو له لارې ختمېدای شي.

نوموړي زیاته کړې، په قبایلي سیمو کې ترهګري ختمه شوې او دغلته په لومړي ځل د ایالتي شورا لپاره بریالۍ او پر امنه ټاکنې وشوې.

دغه راز یې زیاته کړه، پاکستان کې یې د فساد پر ضد کلکه مبارزه کړې او ګڼ مشران یې نیولي مګر د هغوی واسطې له هیواده بهر خلک ورته ور وړي.

دې غونډه کې له عمران خان سره امریکا ته د تللي پلاوي غړي هم موجود وو.
تمه ده چې نن عمران خان او ډونالډ ټرمپ سره خپلو کې وویني چې چارواکو ویلي، د دواړو مشرانو د خبرو ډېر تمرکز به د افغان سولې په تړاو وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *