Education activities in classroom at school, happy children learning

باغوان تل خپل باغ کې کوښښ کوي، چې  د باغ ونې یې سایه داره، ثمر داره، ښکلې، مېوه داره او د مېوې خوند او خوشبو یې بې مثاله وي. او دا په هغه وخت کې کېدای شي، چې کله باغوان باغ ته په خپل وخت اوبه ورکړي، له مرضونو او افتونو یې وساتي او په خپل وخت یې خسمانه وکړي. په همدې ډول یو ښوونکی هم تل کوښښ کوي، چې د علم  قدر او منزلت په زده کوونکو کې پېدا کړي او په کورنۍ او ټولنه کې یې د خلکو د خوښې او رضا سبب و ګرځوي او په خپل هنر یې راتلونکی ورته روښانه کړي.  د زده کړې اصلي هدف ژوند لپاره مرستندویه لارښوونو، مهارتونو، معلوماتو او تجربو سره د زده کوونکو پېژندګلوي ده.

درس او تدریس چې له نوم نه څومره اسانه ښکاري په حقیقت کې دومره اسانه نه دی. هر زده کوونکي ته د پوهې د حاصلولو لپاره خپل کوښښ او مهارتونه پکار دي. ښوونکو ته پکار ده، چې د زده کوونکو ذهني، رواني، فزیکي او ټولنیز حالت څخه خبر وي او دې ته په کتو یې د علمي تندې سیرابه کولو لپاره لوازم برابر کړي.

د ښوونې او روزنې په اډانه کې د ټولنې رول او ارزښت زښت ډېر دی او په پرمختګ او نه پرمختګ کې یې پوره ونډه لري.

د ښې زده کړې د حاصلولو لپاره مناسب چاپېریال، ښوونځی، د ښوونځي انتظامیه، ښوونکي، والدین او خپله د زده کوونکو څرنګوالی ضروري دی.

که د زده کړې د ښه حاصلولو په موخه زده کوونکو لپاره ښه چاپېریال، محتاطه چلند، شفقت او مناسب نصاب برابر کړو نو بیا زده کوونکي له پرمختګ څخه هېڅ شی نه شي منع کولی، او پدې سره زده کوونکي خپله زده کړې ته تحریکېږي.

د زده کړې د ښه موثریت لپاره ښوونکي باید تدریس په عملي شکل وکړي. هر هغه فعالیت چې په زده کوونکو په عملي بڼه ترسره شي هغه فعالیت د زده کوونکو په ذهن کې تل ځای نیسي.

وایي چې: اورېدل هېرېدل دي، ليدل په یاد کې ساتل دي او عملي کول تر آبده نه هېرېدل دي.

په سازګاره او مناسب تعلیمي چاپېریال کې زده کوونکو کې اکتسابي خواهش سره سره زده کړییز پرمختګ، ترقي پزیر، متجسسه، تحقیقي، اختراعي، تخلیقي صلاحیتونه یې په درست شکل سره پرمختګ کوي.

د سازګاره چاپېریال په شتون سره د زده کوونکو نه پرمختګ د ښوونکي پورې اړه لري او ټول مسؤلیت ښوونکي ته راجع کېږي، پدې صورت کې د زده کوونکي ناکامي د ښوونکي د ناکامي ده.

د مناسب زده کړیېز چاپژریال مرستندویه توکي

زده کړیېز او اکتسابي پرمختګ لپاره څو مرستندویه او قیمتي عناصر چې د عملي کېدو په صورت کې یې ښوونکی او زده کوونکي د کامیابۍ تر سواحلو رسوي، هغه د تدریس په جریان کې د ښوونکي روشونه، مسلکي تکړه توبونه، د عملي درس هنر، ښه ښوونیز نصاب، د ښوونکي د زده کوونکو سره چال چلند او د ټولګي فزیکي وضع ده.

دلته ځینې بنیادي عوامل دي چې د درس دلچسپه کولو په صورت کې زده کوونکو اکتساب لپاره په کار اچول کېږي او زده کړییز چاپېریال سازګاره کوي ماده وار پرې بحث کول غواړم:

۱) د ښه او بهتره اکتساب لپاره د زده کوونکو بوختول او سرګرم ساتل لازمي دي، نو ددې لپاره زده کوونکي باید باربار په اکتسابي سرګرمیو کې بوخت ساتلو لپاره زمینې برابرې شي، ترڅو زده کوونکي د خپلو صلاحیتونو په پرمختګ کې اخته وي. او همدا یې د زده کړې ښه فرصت دی.

۲) تدریس باید دلچسپه، تحریک امیزه او روښانه وي، ترڅو زده کړه آسانه او په زړه پورې شي او د زده کوونکو د علاقې د تامین سبب وګرځي. که زده کوونکي په مناسبه طریقه تشویق او وهڅول شي، نو هغوی به د نوي معلوماتو په لاسته راوړلو کې خپله توانایي وښایي.

۳) زده کوونکو ته په ذهني ډول د مسؤلیتونو احساس ورکولو لپاره ضروري ده، چې ښوونکی له دوی سره په محبت او شفقت سره چلند وکړي، تر څو په دوی کې د احساس ماده قوي شي. او بله دا چې پدې سره په زده کوونکو کې د ذهني اضطراب او خنډونو څخه د آزادۍ په خاطر یې په پوهه کې زیاتوالی راځي او همداشان د زده کړه شویو تجربو د درست استعمال قابلیت پېدا کوي.

۴) د ښوونکو له لوري پلان شوي درس له عملي کولو وروسته په زده کوونکو کې د عملي کولو وړتیا وکتل شي، چې پدې سره به زده کړه بریالۍ او مانا داره شي.

۵) د زده کړې عملیه کې باید د علمي استحکام لپاره مشق، تمرین او تجربې په کار واچول شي ترڅو د زده کړې پروسه زده کوونکو لپاره باکیفیته، ماناداره او عملي بڼه غوره کړي.

۶) په زده کوونکو کې په خپلواک ډول سره د زده کړې حوصله افزایي وشي او مناسب چاپېریال ورته مساعد شي ترڅو په  زده کړه کې د اطمنان فضا جوړه شي او د لا تشویق او هڅونې باعث شي.

۷) ښوونکي د تدریس په جریان کې د زده کوونکو حوصله افزایي کوي، په درست ځواب سره یې تعریف کوي او په غلط ځواب سره یې د تحقیر څخه نه تنها اجتناب کوي، بلکه د درست ځواب په پېدا کولو کې ورسره مرسته کوي. پدې سره زده کوونکي په خپل ځان په ارزښت او اهمیت قایل کېږي او ځان ته شخصیت او اهمیت ورکوي.

۸) د زده کوونکو انفرادي نظریات اخستل او د اختراعي صلاحیتونو تشویقول یې، د زده کوونکو د ذهني صلاحیت او قابلیت مطابق زده کړېیزې عملیې ته امکانات برابرول، پدې سره د زده کوونکو په صلاحیت او تجربه کې زیاتوالی راځي.

۹) مازې په ورکړل شوي تعلیمي نصاب باید اکتفا ونه شي، بلکه د زده کوونکو خپل تخلیقي صلاحیتونو ته د رشد په ورکولو کې کوښښ وشي. که فقط د نصاب کتابونو په یادولو باندې زده کوونکي تل بوخت وساتل شي، نو زده کوونکي د فشار ښکار کېږي، چې په زده کړه کې پر زده کوونکو فشار راوړل د هغوی په اذهانو منفي تاثیر اچوي.

۱۰) سازګاره زده کړییز چاپېریال نه تنها پر زده کړه اغېز اچوي، بلکه د زده کوونکي په صحت هم مثبت تاثیر لري.

۱۱) یو له بل سره د مرستې روحیه پېدا کول؛ زده کوونکو کې د یوبل سره د مرستې د روحيي پېداکولو سره نه تنها زده کوونکي یو له بله سره معلومات تبادله کوي، بلکه په خپلو کې د اعتماد د فضا په پېدا کولو کې یې اضافه والی هم راځي.

۱۲) د معلوم څخه نا معلوم، تشریح څخه تجزیه، آسان څخه پيچيده(مشکل)، د جز څخه کل او کل څخه خلاصه په طرف د تدریس بیولو سره په زده کوونکو کې د دلچسپۍ روحیه پیاوړي کېدو سره زده کړه پرکیفه او ګټوره کېږي.

۱۳) په تدریس کې ټولنیز مثالونه، انګیزه، لطیفه او درس پورې مربوط لنډ حکایتونو سره زده کړه په زړه پورې کېږي او درس سره د زده کوونکو علاقه تامینېږي.

د ټولګي ترتیب او تنظیم

د بریالیتوب لپاره د هنرعملي کولو ته ضرورت وي، که هغه جنګ وي، لوبه وي، دعوه وي، قناعت ورکول وي، خبرې اترې وي او یا تدریس وي. د تدریس په عملي کولو کې ښوونکی د ټولګي قابو کې ساتل او ټولو زده کوونکو ته توجو کول او ټول په درس کې بوخت ساتل د ښوونکي له مهمو حکمتونو او هنرونو څخه دي.

ښوونکی باید یوازي مضمون او تختې ته متوجه نه وي، بلکه د هغه توجو د ټولګي ټولو زده کوونکو، ټولګي او د ټولګي ټولو زده کړییزو جریاناتو ته وي، هر درس ځانګړی میتود لري ښوونکی دې کوښښ وکړي، چې له مختلفو میتودونو نه په ټولګي کې کار واخلي. تل په یو میتود تدریس کول هم ښوونکی دلسرده کوي او هم د زده کوونکو علاقه د درس سره کمېږي.

ښوونکی باید تغیر پزیره وي، پدې مانا، چې تل په یو قسم لباس کې ټولګي ته راځي نو کله ناکله دې په خپل لباس کې تغیر راوړي. دزده کوونکو په ناسته، ټولګ څوکیو قطارونو، د ښوونکي میز او حطاّ خپل غږ کې دې که ممکن وي کله کله تغیر راوړي پدې سره زده کوونکو ته نوې انګیزه پېداکېږي او درس یې ښه زده کېږي.

ښوونکی باید د تشویق او ترغیب له لارې د زده کړې عملیه پرمخ بوځي، او د زده کوونکو د زده کړې تنده د خپل علم او هنر په مټ خړوبه کړي د ښه نه ښه لارې غوره کړي، ترڅو هغوی د اعلی نه اعلی مقام ته ورسوي.

د خراب تدریسي چاپېریال په درلودلو سره د زده کوونکو په زده کړه نیغ په نیغه تاثیر اچوي او زده کوونکي د نامعلومه راتلونکي په لوري سوق کوي.

د ټولګي د فضا خوشاله ساتلو په خاطر ښوونکی خپل ټوله پوهه او هنر په لاره اچوي، ترڅو ښکلی زده کړییز چاپېریال د تدریس لپاره برابر کړي.

۱) د زده کوونکو ذهن د بې مانا او بې مفهومه زده کړې څخه باید لرې وساتل شي او توجو یې ددې پر ځای پرمانا او پرمفهومه زده کړې ته واړول شي. په تمامه هڅه یې باید د بې مانا زده کړو څخه د مخنیوي هڅه وشي.

۲) د ټولګي چاپېریال داسې جوړول پکار دي، چې زده کوونکو لپاره مرستندویه وي، د ښوونکي د شفقت او محبت سره زده کوونکو ته یې د اطمنان او آسودګۍ فضا جوړه کړې وي.

۳) دټولګي فضا داسې جوړول پکار دي، چې زده کوونکي پکې بیدون له کومې وېرې خپل مسایل د ښوونکي سره شریک کړای شي.

۴) هر زده کوونکی د نورو زده کوونکو پر وړاندې د احترام او قدردانۍ احساس ولري او د خپل ټولګیوال څخه په هر وخت کې د مرستې غوښتنه وکړای شي، او په یو بل باندې د باور او یقین احساس ولري.

۵) د ټولګي نظم او ډسپلین ډېر اړین دی، پدې سره د زده کوونکو اګاه کول پکار دي، چې هغوی د خپل عمل او ردعمل سره اګاهانه چلند وکړي. ددې دغه چلند په ټول ټولګي او د ټولګي دباندې په نورو ټولګیو تاثیر اچوي او د زده کړییزې فضا په بدلولو کې پوره مرسته کوي.

۶) په ټولګي کې زده کوونکی د هغه په کړنه وپوهوه او هغه ته د هغه قوي او د اصلاح وړ نقطې په ګوته کړه ترڅو یې درک کړي او ځان پرې د بریالیتوب تر بامه ورسوي.

۷) په ټولګي کې د تدریس په جریان کې له داسې هنر څخه کار واخله، چې په زده کوونکو کې د هر فعالیت د ترسره کولو په وخت کې فکر پیدا شي. په غور او فکر، فهم او درک سره په زده کوونکو کې ډېر نور مهارتونه مخ ته راځي او شته مهارتونه یې مستحکم کېږي.

۸) په ټولګي کې مرستندویه توکي په زده کړه کې مهم رول لري پدې سره درس آسانه کېږي او اړوند موضوع زده کوونکي په اسانۍ سره زده کوي.

د مثبت زده کړیېز چاپېریال ګټې

په ټولګي کې د یو سازګاره زده کړیېز چاپېریال تشکیل او ترتیب پر ګټو یو ځغلنده نظر اچول دلته ضروري بولم، ترڅو  په ټولګي کې ترې مناسبه ګټه پورته شي.

۱) سازګاره زده کړییز چاپېریال زده کوونکي زده کړې ته چمتو کوي.

۲) د زده کوونکو د تعلیمي اړتیا مطابق باید تدریس وشي.

۳) د زده کوونکو په زده کړییزو وړتیاو کې وسعت پېدا کول پکار دي.

۴) کمزوري زده کوونکي هم باید د یو کار په ترسره کولو ښه تشویق شي.

۵) انفرادي کړنو طرز عمل او ډسپلین ته باید توجو وشي.

۶) وخت په تېریدو سره په زده کوونکو کې د مثبتو کړنو او تغیراتو طمع ولرو.

۷) فطري صلاحیت او قابلیت د ښودلو لپاره باید یو مقام د جایزې په شکل موجود وي.

۸) د سازګاره چاپېریال په سبب زده کړه منظمه او پر مقصده وي.

۹) د ټولګي ښه چاپېریال د ښه فکر او تخلیقیت باعث کېږي.

۱۰) عملي کار معیاري کېږي او ښه والی پکې راځي.

۱۱) د زده کوونکو تخیلي اړخ  او پوهه پرمختګ کوي.

۱۲) تعلیمي خبرې اترې او د ژوند نور مرستندویه چارې او مهارتونه بډایه کوي.

۱۳) په زده کوونکو کې د مثبتو رویو او کړنو عادت پېدا کېږي.

۱۴) په متواتر ډول په ټولګي کې په ناستې سره یو له بله سره تعلقاتو کې بهتروالی راځي.

۱۵) په ټوله کې په عادتونو کې په انفرادي او ټولنیز ډول سره د مسؤلیتونو احساس پېدا کېږي.

هر کوچنی د یو نه یو فطري صلاحیت درلودونکی وي، چې نمو او پرمختګ لپاره یې روزنې ته ضرورت وي، چې ښوونځی یې ښه ځای دی. زموږ په ټولنه کې دا بدقسمتي ده، چې وایو ښوونځی هغه ځای دی، چېرته چې فقط تعلیم لاسته راوړو، دا واضح خبره ده او دې کې څه شک نشته چې ښوونځی د زده کړې ځای دی او د تعلیم څخه بغېر دلته نور څه نه تر لاسه کېږي، خو دا هم باید په یاد ولرو، چې ښوونځی یوازی د تعلیم د زده کړې ځای نه دی! بلکه دلته زده کوونکی دژوند ټول حقایق زده کوي، زده کوونکي د خپل چاپېریال د هر څه په اړه زده کړه حاصلوي. والدین، د ښوونځي کارکوونکي او ښوونکي باید د زده کوونکو د فلاح او بهبود په خاطر په تدریس کې رواني اړخ په نظر کې ولري د کوم په واسطه چې یو ښکلی زده کړییز چاپیریال برابرولی شو. د زده کوونکو له روانی حالاتو څخه د والدینو او ښوونکو نااګاهي په زده کړه منفي تاثیر اچوي او د راتلونکو خطرناکه عواقبو مسؤل یې هم همدوی دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *