تاند، دوشنبه، د چنګاښ ۳۱مه: ولسمشر غني وايي، د سولې په پروسه کې یو لوری غواړي یوه مبهمه او مرموزه ډله پر خلکو تحمیل کړي خو په وینا یې هیڅوک له افغانانو څخه د جمهوریت سیوری او ښاري حقونه نه شي اخیستلی .
ولسمشر نن دوشنبه د نظارت او انسجام ګډ بورډ په ۲۲مه ناسته کې وویل، د جمهوریت او ښاريتوب مقوله د خلکو په سیاسي ادبیاتو کې سیمه په سینه ژوندۍ رارسېدلې او هیڅوک ترې دا حق نه شي تروړلی: (( دا دوه هغه ارزښتونه دي چې ښځې او ځوانان پرې ویاړي او هیڅ معامله کې دا دوه ارزښتونه څوک تر پښو لاندې کولای نه شي.))
ولسمشر دغه راز زیاته کړه د افغان حکومت د سولې پروګرام د دې سبب شوی چې خلک د جګړې ابعاد درک او تحلیل کړي: ((دا درک هره ورځ لا پسې زیاتېږي، خلکو سره له دفاع او نظام څخه د دفاع احساس لا پياوړی کېږي.))
ولسمشر دغه راز وویل، افغان حکومت او خلک انعطاف کوي خو شاته به هیڅکله ولاړ نه شي: (( همدا اوس یو لوری غواړي چې یوه مبهمه او مخپټې کړۍ پر خلکو تحمیل کړي، بلخوا زموږ خلک دي چې خپله پرېکړه پخپله کول غواړي.))
ولسمشر دغه راز پر خپل وخت د ټاکنو په ترسراوي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه ویاړي چې د ټاکنو ۷ ملیارده افغانۍ بودیجه یې له ملي خزانې برابره کړې ده.
د یادونې ده چې دا د افغانستان په تېر ۱۸ کلن تاریخ کې لومړی ځل دی چې افغان حکومت ټاکنو کې د بهرنیانو د لاسوهنې مخنیوي لپاره له خپلې خزانې ټاکنو ته دومره ډېره بودیجه پخپله ورکوي.