تاند، دوشنبه، د چنګاښ ۳۱مه: لویې څارنوالۍ د کرام الدین کریم ورسره نورو کسانو لخوا د فوټبال د ښځو لوبډلې د جنسي ځورونې دوسیه یې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي ځانګړې محکمې ته استولې ده.

لویې څارنوالس نن دوشنبه رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې چې تاند ته هم رسېدلې ویلي، دا دوسیه یې په کور دننه او بهر د ځانګړي پلاوي تر څېړنو وروسته د سرطان په ۲۰مه یادې محکمې ته واستوله.

 لویې څارنوالۍ ویلي، په دې دوسیه کې د فوټبال فډراسیون پر پخواني رئيس کرام الدین کریم سربېره ، د فدراسیون سکرتر جنرال، د ساتونکو د کمېټې مسوول، د ولایتي اړیکو مسوول، د فډراسیون د رئیس سکرتر او د فدراسیو د امنیت مسوول هم تورن پېژندل شوي دي.

ذکر شوي کسان هغه دي چې څارنوالۍ یې تر دې وړاندې دندې ځنډولې وې او دوی یې ممنوع الخروج اعلان کړي وو.

 د څارنوالۍ د خبرپاڼې په اساس څېړونکي پلاوي ته په پلټونو کې دغو کسانو باندې د جنسي تېري، جنسي ځورونې، له صلاحیتونو څخه د ناوړه استفادې تورونه لګېدلي.

لویې څارنوالۍ د تېرې لیندۍ میاشتې په ترڅ کې یو ځانګړی پلاوی د کرام الدین کریم لخوا پر نجونو فوټبالرانو د جنسي تېري تورونو څېړلو لپاره وټاکه.

په همدې حال کې د فوټبال نړیوال فډراسیون بیا د جوزا پر ۱۸مه اعلان وکړ چې کرام الدین کریم پر نجونو د جنسي تېري دوسیه کې مجرم او ټول عمر لپاره یې د فوټبال اړوند فعالیتونو څخه بندوي، مګر دې سره خوا کې به یو میلیون سویسي فرانکه یعني ۸۰ ملیونه افغانۍ جریمه هم ورکوي، خو کرام الدین کریم له همغې ورځې ځان ورک کړی دی او پولیس لا هم پسې ګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *