صدیق صدیقي

تاند، دوشنبه، د چنګاښ ۳۱مه: ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، طالبان آن د آی ایس آی په ملاتړ هم نه شي کولی چې بیا واک ته ورسېږي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن ماسپښین یو رسنیز کنفرانس ته وویل، افغان حکومت د سولې واضح تګلاره لري او د دغې تګلارې یو مهم اصل یې هم دا دی چې د افغانانو ګټې به په سوله کې خوندي ساتي.

ښاغلی صدیقي زیاتوي، کابل دا مهال له متحدینو سره په ګډه د سولې په بهیر کار کړی او لا هم دې برخه کې د تفاهم خبرې روانې دي: ((طالبانو سره د خبرو او مذاکراتو پیل جدي مرحله کې کابل ژمن دی چې د سولې پروسه په ډېر تدبیر مخته یوسي.))

صدیقي دغه راز وايي، ملګري ملتونه چې د افغانستان د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو کومه خبره او غوښتنه کوي، افغان حکومت هم په دغو غوښتنو ټینګ ولاړ دی: (( حکومت همدا راز ژمن دی چې د سولې پروسې ته به ټول لوري راګډ کړي او داسې مذاکراتي پلاوی به تشکیل کړي چې ټولو ته به د منلو وړ وي.))

نوموړي دغه راز ویلي چې طالبانو له پاکستاني استخباراتو سره له ډېره وخته سیستماتیکې اړیکې پاللې دي، خو اوس هیڅ امکان نه لري چې دا ډله د حکومت په توګه بیا افغانستان کې راڅرګنده شي: (( حتی که طالبان اوس د آی ایس آی پوره ملاتړ هم ولري بیا واک ته نه شي رسېدای.))

 صدیقي په سپینو ټکو ویلي، د سولې پروسه طالبانو لپاره یو چانس دی ګني دا ډله دومره زور نه لري چې پر افغانستان ولکه ټینګه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د قطر له مذاکراتو باخبره سرچینو په وار وار خبر ورکړی چې طالبان غواړي امریکا سره د یوې پټې معاملې له مخې د افغانستان واک ترلاسه کړي او بیا یو مستبد امارتي حکومت په افغانستان کې راولي، چې دا خبرې یې په ځلونو له سختو ولسي غبرګونونو سره مخ شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *