لومړۍ برخه
کله چې ماشوم وم او له ډېرې مودې وروسته به له لرې کلیو خپل خپلوان راکره راغلل، زړه به مې باغ باغ شو. له یوې خوا به د ورځې له عادي یو مخیز ژوند څخه راګرځېدم، له هغوی به مې نوې کیسې اورېدې، په غوټو کې راوړې مېوې دانې او بوسراغې به مې خوړلې، په کومه ډالۍ به نازول کېدم او له بلې خوا به مې د هغوی له راغلیو ماشومانو سره عجب سات تېر و. بیا به نو ما ته د کلي د لوبو تکراري ملګري هومره خواږه نه تمامېدل؛ ځکه هره ورځ مو یو بل ليدل، ښوونځي، غره، خوړ، اوبو، لامبو او د مچیو زومبولو ته به ګډ تللو راتللو. لوبې به مو هم تر ډېره هماغه کلیشه يي او تکراري وې؛ خو چې کله به مې د ماما زامن، د عمه یا خاله ګانو زامن رانازل شول؛ بیا به نو زما د خوښۍ امپیر د یو سلو شلو په شاوخوا کې چکر واهه؛ ځکه له یوې خوا به د لوبو، منډو ترړو او بدغونیو سبک بدلېده او له بلې خوا به مو له ډېرې مودې وروسته یو بل سره لیدل، نو د دې ښه موکه به برابرېده چې یو بل ته ښې ډېرې کیسې وکړو، د یو بل له ښوونځیو خبر شو، یو بل ته د خپلو ښوونکو او ټولګيوالو له ژونده وغږېږو او تر څنګ یې په پوره ویاړ سره یو بل ته د خپلو ویاړونو، ټولګي کې د ګټلیو درجو او نومرو او د ښوونځي د ادارې له لوري راکړل شویو ستاینلیکونو په هکله غورې خبرې وکړو. ښه مې یادېږي چې ورځ نیمه به د خوښۍ په نشه کې داسې غرق و چې نور به هر څه رانه هېر وو بس، په یوه پښه به مو د کلي کوڅې، نږدې پټي، باغونه او اودونه راوکتل، ایله به د غرمې او شپې د ډوډۍ پر سر زموږ څرک ولګېد، بیا به هم معلومه شوه چې عید مو ګټلی او کور ته مو د یو نه یو چا غم راوړی دی.
خو دا جنتي شېبې به په یوه منډه تېرې شوې، پنځه شپږ شپې به تر منځ ووتې خو موږ به هېڅ یو د بل په مینه، خوږوالي او زړه راښکون نه مړېدو، موږ به لا په لوبو او منډو ترړو بوخت وو چې زموږ د نویو ماشومو ملګرو مور – نیا به چادري پر سر کړه او خپل کلي ته به وخوځېده. واه خدایه! د هغو شېبو له درد او دوکه. هغه شېبه به نو نر نه و چې خپلې سلګۍ او ژړاې راتم کړي، مېلمنو او کوربنو ماشومانو دواړو به ژړل، یادېږي مې چې ډېر کله به مې ځېل وکړ، خپلې مورجانې ته به مې ویل: ادې! هغوی چې ځي نو ولې له اوله راتلل؟ خو بیا چې ځي ادې دې یې لاړه شي، دغه فلانی او فلانی خو دې زموږ کره پرېږدي چې زه سات ورسره تېر کړم. ادې به دلاسا کولم خو ما به پښې په خاورو کې خرلې وې او یوازې د ژړا او سلګیو غېږ کې آرامېدای شوای، په هغو شېبو کې به مو د زړه درد ليدلی وي، سخت برېښ لري، مېلمانه به لاړل او تر څو ساعته زړه خوړینوالي وروسته به بېرته عادي ژوند، لوبې، ښوونځی او د څارویو څرول وو، تا به وې چې ګواکي میاشت نیمه کې هېڅوک راپېښ شوي هم نه دي.
نور بیا…