لیکنه: مدثر نوښت
له تیرو څو میاشتو راهیسې د طالبانو او امریکانو تر منځ په هیواد کې د جګړې د اختتام په موخه خبرې روانې دي دوی په تیرو څو میاشتو کې شپږ ناستې درلودې، د دواړو اړخو په وینا چې د سولې په خبرو کې تر یوه بریده پرمختګ شوی، خو لا موافقې ته ندي رسیدلي، افغان حکومت د خبرو په روان جریان کې لا په حاشیه کې دی. د زلمي خلیلزاد په وینا د طالبانو ډیری غوښتنې په افغان حکومت پورې هم اړه لري چې دوی یې باید د خپل داخلي ډیالوګ له لارې وشاربي.خو طالبان حاضر ندي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي، د دوی په وینا چې افغان حکومت د خبرو لپاره مشروع اړخ ندی که دوی ورسره په رسمي ډول خپل مذاکرات شروع کړي د طالبانو دې اولس کلنې جګړې مشروعیت به زیانمن کړي. رښتیا څه دي؟! حکومت او طالبان باید د سولې په روان پروسه کې د هیواد او ولس په خیر کوم دریځ ونیسي؟ د افغان سولې داخلي او بیروني اړخونه کوم دي؟ د روانې جګړې مشروعیت؟ د داخلي ډیالوګ په اړوند د طالبانو دریځ سم که ناسم ؟موږ څنګه کولای شو له شته فرصته د هیواد او ولس په خیر ګټه پورته کړو؟ موږ به هڅه وکړو چې په دې مقاله کې ورته پوښتنو ته ځواب ومومو:
د هیواد د استقلال موضوع او د روانې جګړې مشروعیت:
د دین له آدرسه موضوع مالومه ده او له دې نټه نشي کیدای چې هیواد اشغال دی، نو که د روس په ضد دلته جګړه جهاد وه، د امریکا پر ضد جګړه هم جهاد دی، هغه څه چې د تآمل وړ دي او خبرې ورباندې کیدای شي هغه اړخ دادی چې په روانه جګړه کې نژدې نه نوي سلنه افغانان وژل کیږي، تر څنګ یې له همدغو شرایطو سره شاید د سولې لپاره هم دلایل او توجیهات موجود وي، زه به یې دوه هغه چې د اسلامي حزب پلویانو د سولې د خبرو په وخت کې د دین له آدرسه توجیه کول وړاندې کړم:
په اسلام کې د حدیبیې سوله شوې، د سولې په دغه توافقتنامه کې چې کومې مادې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او مشرکینو تر منځ پرې هوکړه وشوه، ظاهرا ډیرې د مسلمانانو په خیر نه بریښدې، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا هم دغه حالت د مسلمانانو د نجات لاره وبلله، شاید یو حکمت دا وو چې وروستیو امتونو ته د یوې روښانې لارې سرمشق وي
موږ په فقه کې د اهون الشرین قاعده لرو: مانا که امت د دوو شرو ترمنځ ګیر راغي څه باید وشي، کومه لاره دې غوره کړي؟:
دلته یو شر د هیواد د اشغال موضوع ده خو بل شر بیا د افغان وژنې وروستي خطرناک عواقب دي، څومره چې په هیواد کې کونډې، یتیمان او بې سرپرسته کورنۍ زیاتیږي په هیواد کې د اخلاقي فساد کچه، بې تربیې نسل، د نشه ای توکو د استعمال ډیرښت او ډیر نور داسې څه په ټولنه کې رشد کوي چې هغه فکټورونه په لاشعوري ډول د استعمار له اهدافو یا موخو سره مرسته ده.
د هیواد د استقلال موضوع د کورنیو حقوقو له اړخه:
د کورنیو حقوقو له آدرسه هم په افغانستان باندې د امریکې برید یرغل او دوی اشغالګر راپیژني، دلیل یې دادی چې هغه توافقنامې یا تړونونه چې د موقت او انتقالي حکومت په اوایلو کې د وخت د بهرنیو چارو وزیر او امریکا ترمنځ شوي، یو عادي حقوقي پروسیجر نه دی طی کړی، پارلمان نه دي تصویب کړي او د ریس جمهور له خوا هم نه دی توشیح شوي د همدغه دلایلو پر بنیاد له حقوقي اړخه هم وسلوال مخالفین د یوه مقاومت په نوم یادولای شو.
د هیواد د استقلال موضوع د بین المللي حقوقو له اړخه:
امریکایان+ناټو یا نړیوال نظامي ایتلاف د امنیت شورا د پریکړې په اساس افغانستان ته راغلل په همدې اساس افغان دولت او بین المللي ټولنه دا توجیه کوي چې ګني د نړیوال نظامي ایتلاف حضور قانوني دي، د بین المللي حقوقو له اړخه همدا د افغانستان سیاسي استقلال ته د توجیه دلیل دي، خو دا موضوع له افغان دولت او نړیوالې ټولنې هیره ده چې افغانستان له خپل ریزرویشن رایټ نه استفاده نه ده کړې، که موږ په نړیوال تړونونو کې له خپل ریزرویشن رایټ نه استفاده وکړو دا را په ګوته کوي چې، د نړیوالو حقوقو له اړخه هم د هیواد سیاسي استقلال د اشغال تر سیوري لاندې پروت دی.
هغوی چې د حقوقوپه برخه کې تخصص لري کولای شي اړوند موضوع د شته اساسي قانون د دریمې مادې، اسلامي فقه او د بین المللي توافقنامو په برخه کې د ملتونو د ریزرویشن رایټ نه په استفادې وڅیړي
د پورته ذکر شویو دلایلو پر بنیاد د هیواد د سیاسي استقلال په هکله د افغان دولت دریځ باید څه وای:
د همدغو دلایلو په اساس دې افغان دولت عیني واقعیتونه ومني، دوی ته نه ښایې چې د امریکا تر فشار لاندې د نړیوالو غونډو له لارې په طالبانو فشار راوړي، چې ګني هیواد اشغال نه دی، که موږ په واقعي توګه غواړو چې یوې دایمي سولې ته ورسوو، دولت په کار ده چې د هیواد د سیاسي استقلال په موخه له طالبانو سره مشترک موقف غوره کړي، دقطر په روانو خبرو کې د بیرونیو ځواکونو وتل د اجنډا مهم برخه ده، په غالب ګمان به امریکا او طالبان په دې اړوند یوې هوکړې ته هم رسیدلي وي، خو هغه څه چې اقغان دولت ته لازمه ده چې د طالبان له دې شرط سره مرسته وکړي، هغه د خارجې ځواکونه د څومره ژر وتلو سکیجول دی، په سیمه کې د نړیوالو زبرځواکونو سیمه ایز سیاست بدلیدونکی دی، امریکا به په خپل ټول توان هڅه وکړي چې نورس افغان جنګیالي د داعش لیکو ته جذب کړي، شونې چې امریکا د دغه پروژې په تطبیق سره افغانستان د سوریې په څیر یو حالت ته ورټیل وهي، ښه به وي مخکې تر دې چې امریکا خپله پروژه تطبیق کړي موږ د طالب تر قیادت لاندې دا جنګیالي د سولې له بهیر سره یوځای کړو،او د نړیوال نظامي ایتلاف محاربوي حضور ختم کړو. له طالبه د جګړې د جواز اخیستلو یوازینۍ لاره همدغه ده.
پاتې دې نه وي چې په دې برخه کې افغان علماوو ته هم شدیده اړتیا ده چې د منبر په مرسته د داعشي خوارجو پر ضد پراخ کمپاین وکړي
د افغان سولې لپاره د دولت له اړخه د یوې رښتینې ملي اجماع را منځته کول:
د هیواد ولسمشر اشرف غني و نه توانید چې د دولت اپوزیسیون، سیاسي احزاب، مخالفې ډلګۍ او پارټۍ د سولې اړوند په روانو جریانانو کې د یوې ملي اجماع د جوړولو په موخه راټول کړي، ولسمشر شاید دې دوی تیر یا بکرونډ ته په کتو کوم دلایل درلودل، خو زما په نظر دا دې ولسمشر تر ټولو لویه سهوه وه، اوس هم لا وخت شته چې دا موضوع باید درک شي، دوی که هر ډول دي خو ډیری یې د هیواد په مختلفو اقوامو کې پراخ سیاسي نفوذ لري، افغان دولت دې په جدي ډول دې خبرې ته متوجه اوسي چې دلته سیاست ایډیالوژیک نه بلکې اتنیکي دی، له سیاسي احزابو د ولس ملاتړ هم بدبختاته اتنیکي بڼه لري او تر ټولو بده یې لا دا چې دا اتینیکي بیس احزاب بیا څو کسانو یرغمل کړي، دا شاید د ټولنیز او سیاسي شعور کمښت وي، خو د اوس لپاره د دولت لپاره له همدغو سیاسیونو ګټه پورته کول د مجبوریت آپشن دی. له همدې امله دولت ته په کار ده چې له طالبانو سره د یوه بین الافغاني ډیالوګ په موخه له اپوزیسیون،سیاسي احزابو او ډلګیو له منڅه مطرحو سیاسي څیرو یوملي هیئت تشکیل کړي، دوی به په قطر کې له یو مشترکه موقفه د هیواد له اتلس کلنو لاسته راوړنو چې دوی په یې په تیرې نولسو کلونو کې برخه وو، دفاع وکړي،
د داخلي ډیالوګ په اړوند د طالبانو دریځ سم که ناسم؟
طالبان باید دا درک کړي چې افغان دولت یوه لویه اجرایوي کتله ده، تر نشت هغه همدغه سټرکچر او نظام د قضیې د یو اړخ په توګه ښه دی، دوی باید په هیڅ صورت د افغان سولې د یوه اړخ په توګه دا کتله دې داخلي خبرو په څنډو کې اګنور نه کړي. ډیره کله په سیاست کې ظاهري یا د میډیا له لارې تبلیغ شوی دریځ د سیاست اصلي استقامت نه ټاکي امکان لري چې ستاسو دریڅ ته په کتو( چې افغان دولت د قضیې اړخ نه بولئ) افغان دولت د امریکا له لوري په خپل ظاهري دریځ مجبور کړای شوی وي، تر څو داخلي ډیالوګ ته لاره هواره نشي.
یوه بله د پام وړ موضوع داده چې دلته نژدې اتیا راجستر شوي سیاسي احزاب موجود دی، او همداسې شاید په لسګونو نورې ډلګۍ چې دوی په یو ډول نه یو ډول د افغان دولت برخه ده، او د همدغه دولت تر قوانینو او چتر لاندې خپل سیاسي او مدني فعالیتونه مخکې وړي، که افغان دولت له دې ټولو احزابو او ډلګیو څخه د یوې ملي اجماع په جوړولو بریالی شي، او تر یوه قیادت لاندې د سولې په داخلي خبرو کې شرکت وکړي، شونې ده چې تر ډیرو احزابو او ډلګیو د سولې روانې خبرې ژر تفاهم ته ورسیږی.
طالبان باید دا هم هیره نه کړي چې د یوې ملي سیاسي ستراتیژۍ او د نظام د یوه مسلکي سټرکچر د جوړولو لپاره انساني پانګې، متخصصو خلکو، منظم لیډرشیپ او د کمپیوټر او ټکنالوژی نسل ته اړتیاده. پدې توګه موږ مجبور یو چې د نظام د پرمخ بیولو لپاره په نظام کې له همدې شته پانګې ګټه پورته کړو.همدغه یوازینۍ لاره ده چې موږ کولای شو د نفاق او ویشلي سیاست کرښې د یوې دایمي سولې په مخه سره راټولې کړو. پاتې دې نه وي چې همدغه د یو بل منلو او تفاهم سیاست هم دی.
په سیمه کې له زبرځواکونو سره د ملي تفاهم لاز:
موږ یو ځل د داوود خان په دوره کې دا اشتباه وکړه چې یوازې د مسکو له لوري پوځي روزنه او وسلې را کول کیدې، بریژنیف غوښتل افغانستان خپل منطقوي ستراتيژیکي تړون ته داخل کړي، چې موخه یې د چین تهدید او تجرید وو، امریکا په هماغه مهال په(۱۹۷۶م) کال په دې اړوند بې تفاوته پاتې شوه، دوه کاله وروسته روسي یرغل وشو، او دا هیواد د بلا خولې ته ولوید، ستونزه داوه چې حکومت د دې هڅه ونه کړه چې په جدي ډول امریکا او چین ته د راتلونکو پیښیدونکو خطرونه په هکله قناعت ورکړي، په کار دا وه چې دې ټولنیز او سیاسي بیلانس د ساتلو په موخه له دواړه نورو هیوادونو سره خبرې شوې وای او دې اړتیا په صورت کې ترینه مرسته غوښتل شوې وای. خو په حقیقت کې دا په لاشعوري ډول د انحصاري نفوذ یو چانس وو چې د وخت حکومت روسیې ته په لاس ورکړ او ترڅو چې حکومت موضوع درک کوله اوبه تر ورخ تیرې وې.
که موږ نه غواړو چې ماضي تکرار کړو، په کار ده چې حکومت د افغان سولې په پروسه کې د روسیې د علاقمندۍ په اړه دومره بې تفاوته پاتې نشي، او په روسیه کې جوړیدونکي هر کنفرانس ته دې یو باصلاحیته پلاوی ولیږي نه سمبولیک هغه.
دا اوس حالاتو ته په کتو داسې بریښي چې د امریکا، روسیې او چین تر منځ د دې هیواد لپاره یوه اجماع را منځته کیدونکې ده، که افغان دولت او طالبان له مشترک موقفه له دې فرصته ګټه پورته کړي، له دوی سره په خبرو کې یو نسبي دیپلوماتیکي توازن وساتي او علاقمندۍ ته یې په بې تفاوتۍ ځواب ورنه کړای شي، شونې ده چې د سولې پروسه د ګاونډیو له رقابتي ننګونو وژغورل شي، او هغه مهرې چې د ګاونډیو هیوادونو د استخباراتو لپاره کوي د سولې د یوه خنډ په توګه تجرید شي.
افغان دولت، سولې ته ژمنتیا او اوسنی دریځ:
په تیرو پنځو کلونو افغان دولت بریالی وو چې د سولې بحث له حاشیېو راوباسي، او پر ملي محوري بحث یې واړوي، له اسلامي حزب سره سوله، طالبانو ته دې بې قیدو شرط خبرو لپاره آماده ګي او داسې نور یې ښه مثالونه کیدای شي.
ځینې شاید له حزب اسلامي سره سوله له بلې زاویې تحلیل کړي، چې ګني له اسلامي حزب سره د سولې موخه داوه چې پر طالبانو فشار راوړي او د روانې جګړې د یوه اړخ په توګه یې د جګړې مشروعیت وننګوي. موخه چې هرڅه وه خو په ټوله کې د اسلامي حزب سره سولې ټولو ښکیلو غاړو ته پیغام ورکړ، چې د افغانستان روانه جګړه دیپلماتیک او سولیز حل لري.
اوس خبره داده چې د افغان دولت دا کار دې وستایل شي ولسمشر دې د خپل دې کار کریډیټ واخلي، شونې ده، د دې واقیعیت په منلو سره ولسمشر د سولې په وړاندې خپل وروستی عقده یې دریځ پريږدي.
عمومي عفوه که د ټولنیز عدالت تطبیق؟:
په تیرو څلورو لسیزو کې چې هر ډلګۍ په هیواد کې سیاست کړی، سپین نه دي پاتې شوي توپیر یوازې دادی چې ځینې لږ تور ډیر سپین او ځینې ډیر تور او لږ سپین پاتې شوي. له دې سره سره چې دې ځینې ډلګیو لومړنۍ داعیې حق وې خو پای یې د دې ولس په خیر نه وو.
له دې ټولو سره سره دا موضوع هم د پام وړ ده چې کله یوه ډله ظالمه خو بل وخت مظلومه پاتې شوې، په تیرو څلویښتو کلونو کې د دې هیواد د غمیزې او ټولو جنایتونو تحلیل او د ټولو ښکیلو غاړو د جنګي مجرمینو محاکمه ناشونې ده، ښه به وي چې د سولې د خبرو په پای کې ټولو ته عفوه اعلان شي.
له هسې نه هم زموږ عقیده داده چې خدای پاک به د محشر په ورځ له ټولو سره حساب وکړي، پریږدئ چې د دې جنایتونو د محکمې ننداره هلته وکړو او وګورو چې له څومره زندۍ شویو غاړو دې بای ذنب قتلت چیغه پورته کیږي، او د څومره مظلومانو لاسونه د کومو ظالمانو غاړو ته ځي چې موږ مو ولې ووژلو؟!.
په سوشیل میډیا کې فعال افغان ځوانانو ته پیغام:
په سوشیل میډیا کې افغان ځوانان د دوو اړخونو( حکومت او طالبانو) دې دریځ ملاتړ کوي، دوی ټول باید درک کړي: دلته چې څومره افغان دولت د دیموکراسۍ اصالت زیانمن کړ په هماغه کچه طالبانو د مقدسې جګړې(جهاد) اصالت زیانمن کړ.
په ښار کې بمي برید وشو څو محدود ټارګيټ شوی کسان خو نور ډیری عام وګړي چې په هغه کې به موچې ، جیوالي، دوکاندار او حتی هغه ماشوم چې په لاس کې یې دې یوې وچې ګولې د پیداکولو لپاره څه څیزونه خرڅول هم شامل وو شهیدان شول ، په جوماتونو کې چاودنې وشوې، د لارې پر سر په خښ شویو ماینونو کې د واده د ورا موټرونه والوتل،په کلي چاپه ووهل شوه د ټارګیټ کسانو په ځای ماشومان شهیدان شول، جوماتو وسوځول شول، په مدرسو بمبارد وشو، د خلکو ناموسونو یوړل شو. تاسو نیمو دغسې پیښې وغندې او نیمو نورو توجیه کړې چې ګني په جنګ کې ګوړې نه ویشل کیږي، څه چې د ژړا وړ وو هغه د پیښو په اړه ستاسو دریځ وو
دلته د جګړې ټول اصول او ارزښتونه مات شول خو تاسو مخالفت د مخالفت او ملاتړ د ملاتړ لپاره وکړ،همدغه ته د پردیو استخباراتي موخو لپاره کار وایه شي، دغه ډول کارونه فاصلې ایجادوي، د جګړې له شدت سره مرسته کوي، کلی له ښاره نور هم بیګانه کوي، اوس هم لا وخت دی چې د جګړې په دواړو لوریو د ټولنیزو رسنیو له لارې فشار راوړئ چې د جګړې اصول وساتي
که په دې وطن مو دا نیمه نیمګورې سوری سوری جامې پیرزو وي، او نه غواړی چې ټوله نړۍ یې دې لوڅ ستر عورت ننداره وکړي، دغه کار ته کار ووایې، په دغسې پیښو کې د کوم لوري په ګټه له ناحق توجیهاتو او حق ثابتولو تیر شي.
پایله:
زما له نظره طالبان هم د یوې خپلواکې جنګي او سیاسي ډلې په توګه په روانه جګړه کې ښکیل نه دی، ځکه اولس کاله جګړه د افغانانو په امکاناتو ممکنه نه وه، دلته جګړه لاهم د زبرځواکونو په اسلحو او پیسو روانه ده، افغانانو د بل په امکاناتو له روسانو سره هم د آزادۍ جګړه وکړه، خو د روسانو له وتو وروسته د وخت له حکومت سره ملي مصالحه ونشوه،ممکن په هماغه وخت هم د سولې سبوتاژ بیرونۍ استخباراتي توطیه وه چې مجاهدینو د زور له لارې اقتدار ته رسیدل غوښتل، چې پایله یې یوه خونړۍ داخلي جګړه وه. د اوس لپاره هم که له حکومت سره خبرې ونشي که نړیوال نطامي ایتلاف هیواد ترک هم کړي ممکن یو بل زبرځواک ته د انحصاري نفوذ زمینه برابره شي، او موږ څو نورې لسیزې د ازادۍ تر عنوان لاندې په روانه جګړه کې قرباني ورکړو.
د آزادۍ لپاره جګړه آسانه ده خو څه چې افغانانو ته ستونزمن دي هغه د آزادۍ ساتنه ده، بشپړه سیاسي آزادي هغه وخت تر لاسه کیدای شي چې موږ اقتصادي خپلواکي ولرو او دا کار هله شونی دی چې موږ په خپلو کې یو بل وزغمو او هیڅ ډله مجبوره نه کړو چې د پردیو استخباراتو لمنې ته ورشي تر څو بیرته زموږ پر ضد په جګړه کې برخه واخلي.
د حل لارې په توګه دا لاندې خبرې د افغان سولې سره مرسته کولای شي:
افغان دولت دې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په میکانیزم او تخنیکي اړخ کار وکړي، د یادو ځواکونو وتلو ته دې لنډمهاله سکیجول وټاکل شي، په دې توګه به یې د طالبانو له یوې مهمې غوښتنې سره مرسته کړي وي، د هیواد د سیاسي استقلال په موخه دې له طالبانو سره مشترک موقف غوره کړي.
افغان دولت دې هم د طالبانو په څیر د دایمي سولې لپاره د سمیه ایزې او حتی زبرځواکونو د ملي اجماع د رامنڅته کیدو په موخه خپلې دیپلوماتیکې هلې ځلې ګړندۍ کړي په سیمه کې ټولو جوړیدونکو غونډو ته دې خپل باصلاحیته استازي لیږي نه سمبولیک هغه.
طالبان دې د سولې په روانو خبرو کې افغان دولت د یوه مهم اړخ په توګه ومني او داخلي ډیالوګ دې چې څومره ژر کیدای شي پیل شي.کیدای شي تر داخلي خبرو وروسته دوی خپل مشترک ټکي پیداکړي او دا هم امکان لري چې دواړه افغاني لوري دې د بیرونیو په وړاندې د هیواد د ملي منافعو د ساتلو په موخه په ډیر مواردو کې مشترک موقف غوړه کړي