عبدالاحد یقین

متاسفانه ازاد بازار چې کرزي یې یو ګنده بنیاد کېښود، افغانستان کې ټول د خصوصي سکټور بنسټونه داسې روږدي کړل چې د خپلې ګټې لپاره ډېره زیاته مینه د خپلو خلکو او نظام پر ځای طالبانو ته ورکړي.
دا څویمه ورځ ده چې ټول شمال کې مخابراتي شبکو د طالبانو په فرمایش او غوښتنه د شپې له مخې فعالیتونه بند کړي او دا ثابتوي چې د یو مشروع نظام پر ځای د یوې ترهګرې ډلې هر فرمایش ته لبیک ویلی شي.

مخابراتي شبکې بهانه کوي چې طالبانو ورته ګواښ کړی، مګر دا ګواښ نه دی ډیل دی، ډیل ځکه دی چې حکومت ورته وایي، مشروعیت ما درکړی، ستونزې دې زه درحلوم، مسایل ماته راوړې، پيسې زما د خلکو خورې او د ساتنې تضمین دې هم زه کوم خو مخابراتي شبکو چې د طالبانو په استازیتوب عطا نور او نورو چارواکو ورته سترګک وهلی نه یوازې د نظام ضد کارونه کوي، بلکې دې لپاره چې د ملي ځواکونو توپاني عملیاتو څخه طالبان خوندي وساتي، دې کار ته یې مخه کړې ده چې د شپې له مخې خپل فعالیتونه ودروي.

دا کار مخابراتي شبکو جوزجان کې هم کړی و، ښه و چې والي د دوی دفترونه وتړل، توبې یې پرې وایستې او بیا دوی مجبور شول چې د شپې د ورځې فعالیتونه پيل کړي.

د مخابراتي شبکو دا کار نننی نه دی بلکې له پخوا راهیسې راروان دی، د اتصالاتو د شبکې یوې معتبرې سرچینې راته وویل، چې طالبان به د کرزي په وخت کې هره میاشت د دوی دفتر ته راتلل او له دریو ملیونو واخله تر ۱۰ ملیونو ډالرو پورې پيسې به یې وړلې خو شبکې به بیا دا پیسې له ولس او خلکو غلا کولې.

دا لوبه تر اوسه روانه ده، ټولې کمپنۍ طالبانو سره یارانې پالي، د هغوی قومندانانو ته مفته سیمکارتونه ورکول د دوی خاصه دنده ده، کومو ځایونو کې چې مهم طالب تخنیکي دفترونه فعال دي هلته که ډېر لرې پرته سیمه هم وي، مخابراتي شبکو قوي انټرنیټي خدمات د طالبانو په خاطر فعال کړي وي، خو که ولس یې غواړي نو د پکتیا د ګردېز د ښار په څېر نه په خپله شبکه کې د سینګنل د ضعیف والي له کبله خبرې کولی شي، نه په فیسبوک د خپلو دوستانو مسیج ځوابولی شي.

قوي اسناد په دې تړاو شته چې مخابراتي شبکې کابل کې فعالو نکټايي داره طالبانو فري انټرنیټ، فري د خبرو پیکیج لرونکي سیمکارټونه او نور امتیازات ورکوي.

زه حیران دې ته یم چې ولې ملي امنیت د دوی پر وړاندې اقدام نه کوي؟ خو بیا بیرته وایم چې ښه ملي امنیت د دوی پر وړاندې څنګه اقدام وکړي؟ که یې فعالیتونه دروي نو ملیونونه افغانان هم د وچو له زوره لمدو سره سوځي او د مخابراتو له خدمات بې برخې کېږي او داسې حالت راځي لکه طالبانو چې راوستی و.

هو یو شی کېدای شي چې دوی زجر وویني، څو ورځې دې پرې فعالیتونه وتړي، لکه بلخ او جوزجان کې چې والیانو ورسره کوم عمل وکړ، دا باید تکرار شي، تر څو مخابراتي شبکې نه مړې شي نه ورغېږي او درانه مالي تاوانونه وویني.

د مخابراتي شبکو لپاره مالي تاوان تر نورو ټولو لارو چارو غوره دی چې باید یې پر وړاندې وسنجول شي.

زموږ مخابراتي شبکې له ترهګر خطرناکې شوېدي او باید مخه یې ونیول شي.

دوی ته باید ولس او حکومت په ګډه کرښه کش کړي چې تاسې ترهګرو سره یاست که له نظام سره؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *