تاند، سه شنبه، د اسد لومړۍ: امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني وايي، افغانستان کې هغه مهال واقعي سوله راتلی شي چې پاکستاني او امریکايي استخبارات دغه هېواد کې لاسوهنې بندې کړي او افغان مشران روسیې، امریکا، هند او ایران نه مخ وګرځوي.

حقاني د افغانستان له یو خصوصي ټلویزیون طلوع سره مرکه کې ویلي، طالبان په ټاکنو باور نه لري او غواړي د امریکا له وتلو وروسته په زور د واک ګدۍ ونیسي.

نوموړي زیاته کړې، طالبانو په دې وروستیو کې بریدونه زیات کړي او امریکا باید د طالبانو د دې عمل په ځواب کې د سولې خبرې ودروي: (( طالبانو لا تر اوسه افغان حکومت په رسمیت نه دی منلی، اوربند نه کوي، بریدونه نه کموي، زما په فکر طالبان یوازې امریکا سره خبرې کوي او کله چې امریکا ووځي دوی غواړي افغانستان په زور ونیسي.))

د حقاني په خبره که امریکا له افغانستانه د وتلو نیټه اعلان او پاکستان ته ډېر امتیازات هم ورکړي او د یوې واقعي سولې پر ځای جعلي سوله وشي نو پاکستان به بیا طالبانو سره واک ته رسېدلو کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د چارو شنونکي هم وايي، چې پاکستان له امریکا څخه د افغان جګړې د نوي پړاو بله پروژه اخیستې او مشران یې واشنګټن ته د همدې لپاره تللي چې امریکا بیا په خپل اجرتي قاتلانه دندې اخیستلو قانع کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *