مینه ابراهیم خیل

 دمیرمن کلتوري ټولنیز اتلسمه اونیزه غونډه د ۱۳۹۲ د لړم میاشتې په اتمه نیټه په کتاب ښارکې د میرمن بهیر د غونډو په تالار کې جوړه شوه. د غونډې د سټیچ چارې شفیقې خپلواک  پر مخ بیولي. او د غونډې منشي مینه ابراهیم خیل وه. د غونډې میلمانه محترم استاد ومان نیازی او محترم استاد امیرجان وحید احمدزی و چې د میرمن بهیر د ژورنالیزم د کورس مسوولیت هم لري.

د غونډې په لومړۍ برخه کي په کاري مسایلو باندي خبرې وشوې د ویبپاڼې د بیلابیلو برخو مسوولینو د خپل کار په اړه معلومات وړاندې کړل.

دغه راز د میرمن بهیر د غړو لپاره د پلالې انځورګري د کورس په اړه هم خبرې وشوې په دې اړه افغان شاعر، لیکوال او نوښتګر انځورګر ومان نیازي معلومات وړاندې کړل او د میرمن بهیر یوشمیر غړو د انځورګري کورس کې د ګډون لپاره نومونه ولیکل.

د غونډې په دوهمه برخه کې د دنیا طوطا خیل په شعر کره کتنه وشوه چې  دا یی لمړی شعر و.

د دنیا طوطا خیل شعر:

دسکروټوډک میدان کې

هره خوا تیارې خورې دي

دلاسوډیوی مو مړې دي

‌ژوند روان لکه چینه  ده

زمونږ ژوند لکه لمحه ده

راځئ لاس په لاس کې ورکړو

دا تیارې به سپین سحر کړو

دا دنیا شنه زرغونه ده

دښکلا ډکه باغچه ده

د دنیا طوطاخیل د شعر په اړه پاکیزې آرزو، شفیقې خپلواک، مینې ابراهیم خیل او مینې موسی زۍ خبرې وکړې او دې ته په پام سره چې دا دهغې لومړنی شعر دی، ښه وارزول شو او نوموړې خور ته لازمې مشورې ورکړل شوې.

او دغونډې دریمه برخه کي بیا هم د تل په څیر مشاعره وشوه چی په دی برخه کې د میرمن بهیر غړو خپل شعرونه ولوستل. دغه راز د ولایتونو له کلیو څخه یوشمیر نجونو خپل شعرونه د ټیلیفون پر کرښه واورول. په دې برخه کې محترم ومان نیازي هم خپل ښکلي لنډ شعرونه ولوستل چې د بهیر د غړو له هرکلي او ستاینې سره مخ شول.

غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېده. دیادولو وړ ده چې د میرمن بهیر اوونیزې غونډې هره چهارشنبه د ماسپښین په یوه نیمه بجه د پامیر سینما ترڅنګ په کتاب ښار کې جوړیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *