تاند، چهارشنبه، د اسد ۲ مه: د غزني د امنیتي کمربند د پیاوړتیا لپاره له ښار ګېرچاپېره ۲۷ پوستې او ۵ بېزونه اچول کېږي.
د غزني والي وحید الله کلیمزي نن د یو شمېر وزارتونو له مرستیالانو او سپین ږیرو سره په ګډه غونډه کې وویل، د ښار د امنیتي وضعیت لپاره ۳ نورې امنیتي حوزې هم جوړوي چې تشکیلات یې بشپړ او روضه، نواباد او پښتون اباد سیمو کې یې موقعیتونه ښودل شوي.
د غزني والي دغه راز زیاته کړه، د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره به دوه کنډکه کمانډو او دوه کنډکه ملي اردو هم غزني کې نوره ځای پر ځای کړي.
ښاغلي کلیمزي وویل، له طالبانو تازه نیول شویو ده یک او خواجه عمري ولسوالیو کې به هم پوستې او بېزونه ایجاد کړي: (( بله دا چې پر طالبانو زموږ کمانډويي او هوايي بریدونه هم زیات شوي، موږ هڅه کوو چې د غزني ټولې لویې لارې خلاصې او د امنیت له پلوه یې خوندي کړو.))
دا په داسې حال کې ده چې غزني تر دې وړاندې اکثره مهال تر درنو بریدونو لاندې و، خو دفاع وزارت بیا له مودې راهیسې په غزني کې طالبانو ته په وار وار د درنو تلفاتو اړولو خبره کړې ده.