تاند، چهارشنبه، د اسد ۲ مه: د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، تېرو دریو میاشتو کې یې په دغه ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۰۰ کسان نیولي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، په دې کې د ګاونډیانو د جاسوسۍ تر څنګ د انسان تښتونې، طالبانو سره د همکارۍ، اداري فساد او د دولتي پيسو د اختلاس په تور نیول شوي کسان شامل دي.

د فرهاد په خبره دې ډله کې ۲۱ کسه طالبان، دوه جاسوسان، ۸ له دولتي امکاناتو څخه د ناوړه استفادې، ۳۴ کسان د دولت د پيسو په اختلاس، ۷ کسان د بډو اخیستلو او ۳۴ کسان د انسان تښتونې په تور نیول شوي دي.

ښاغلی فرهاد دغه راز وايي، وروستیو دوه میاشتو کې اوبې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۶۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

خو سیاسي شنونکي بیا هرات کې له وروستیو دریو میاشتو راهیسې وضعیت خراب بولي او وايي دغه ولایت کې تېرو ۹۰ ورځو کې امنیتي پېښې، د طالبانو بریدونه او هدفي وژنې خورا زیاتې شوې دي.

خلک هم وايي چې د تېر کال په پرتله سږ کال طالبانو هرات کې پراخو سیمو کې نفوذ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *