تاند، پنجشنبه، د اسد ۳مه: د امریکا دفاع وزارت په خپل راپور کې وایي، طالبان یوه ډله نه ده بلکې، له مختلفو ایډیالوژیو، فکري زاویو او اهدافو سره په یوه ډله کې راټولې شوې څو ډلې خلک دي.
پنټاګون زیاته کړې، یو شمېر طالبان غواړي له افغان حکومت سره کار وکړي، خو ځینې بیا افغان حکومت سره حتی خبرې کول هم نه غواړي او په دې تړاو راډیکال دریځ لري.
د امریکا د دفاع وزارت په وینا طالبانو کې ځینې داسې خلک شته چې پرته له قید و شرط څخه په سمدستي ډول د امریکایانو وتل له افغانستانه غواړي، خو ځینې یې بیا وايي، امریکا باید د مهالوېش له مخې او شرایطو ته په پام کرار کرار خپل سرتېري له افغانستانه وباسي.
خو د امریکا د دفاع وزارت د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال ډانفورډ افغانستان ته په خپل تازه سفر کې چې اوس هم کابل کې دی، ویلي، دوی به د طالبانو پر ضد جګړه کې افغان حکومت سره په ګډه خپل ماموریت ته دوام ورکړي.
نوموړی وايي، افغان ځواکونه دغو طالبانو سره جګړه کوي او دا ورفهموي چې تاسې جګړه نه شئ ګټلی.
نوموړی وايي، په افغانستان کې د دوی ماموریت کې کوم تغیر تر اوسه نه دی راغلی.