له هغې ورځې چې د طالبانو او امريکا، افغان سیاسیونو او حکومت تر منځ د سولې خبرې اترې او ناستې پیل شوې، طالبان او آی ایس آی په ډلو سره ويشل شوي.
هغه سیاسي طالبان چې په قطر يا مسکو کې د سولې په خبرو کې لګيا دي هغه د آی ايس آی د آزاد فکره جنرالانو سره همغږي دي او د سولې خبرو ته، تر نورو هغو زیات ارزښت ورکوي. د آی ایس آی دغه ډول جنرالان په افغان سوله کې هم تر افغانستان څخه وړاندې خپلې مادي او معنوي ګټې په نظر کې نیسي او ساتي يې.
بله ډله بیا هغه جنګي قوماندانان دي چې په ولس او سیمه کې په سلګونو بدۍ ور له غاړې دي او له جنګ پرته بله لاره نه لري، دوی بیا په آی ایس آی کې د تندرو ملايانو سره همغږي دي او د جګړې پلويان دي. دوی په دې نظر دي چې له جنګ پرته بله لاره نلري او يوازنۍ لاره د دوی په وينا جهاد دی.
بله ډله هغه منځلاري طالبان دي چې د دواړو ډلو نظر تائيدوي او له یوې ډلې سره هم مخامخ ځان نه ټکر کوي، په دوی کې ځينې هغه يې لکه عبدالطیف منصور داسې کسان دي چې هم په قطر او مسکو کې له سیاسي طالبانو سره روان وي او هم بیا د جګړې قوماندانانو ته مشورې ورکوي چې ګنې د دوی جهاد برحق دی. او هر څه سم روان دي.
تېره پنجشنبه د سرطان په ۲۷ نیټه د ټل کيلې (قلعه) يوه افسر کرنل ظاهر همدم په پکتيا کې د ولايت په کچه د استخباراتو له مسول سره اړيکه نیسي او ورته وايي چې عباس ستانکزی یا نوره سیاسي ډله يې د دوي په جګړه هيڅ اغیز نه شي اچولی او دوی دې خپل جهاد ته دوام ورکړي، او دا هم ورته ويل کيږي چې هر ډول مرستې ته اړتيا پیدا کيږي نو دوی يې ورته رسولی شي.
د تیرې يکشنبې په ورځ د سرطان په ۳۰ نيټه د کوئټې په پښتون اباد سیمه کې د حقاني ډلې د دوو قوماندانانو او آی ایس آی ځايي مسول مولوي صباح الدين حقمل تر منځ هم په همدې بحث شوی چې د طالبانو سیاسي ډله خرڅه شوې او جهاد يې په بیسو او موقفونو خرڅ کړی ، نو دوی به جهاد ته ادامه ورکوي او د هيڅ سیاسي مشر په خوله به جهاد نه بندوي، ځکه چې د دوی په خبره جهاد پرې الله ج فرض کړی او دوام به ورکوي.
نو د کابل، کندهار او ورته نورو ښارونو پرلپسې بريدونه دا څرګندوي چې د طالبانو جنګي ډله له سیاسي هغې سره مخالفه شوې او څومره چې د طالبانو سیاسي ډله د سولې خبرو ته نږدې کيږي، هغومره يې جنګي ډله بريدونو ته زور ورکوي، او په هغو کې هم ملکي خلک ډیر په نښه کيږي چې رسنۍ پرې غوغا جوړه کړي او دوی ته د خلکو پام ور واوړي.
ډیر کله جنګونه د يوه خاص هدف او ګټو لپاره کيږي او جنګيالي اکثر داسې خلک وي چې يا عقيده ورته لوی هدف ګرځول کيږي او یا هم آزادي، نو قرباني جنګیالي ورکوي او ګټه يې هغو ته ځي چاچې جنګ روان کړی وي.
آی ایس آی د افغانستان په جنګ او سوله کې دغه اوس خپلې معنوي ګټې خوندي کوي او هم ماديات لاسته راوړي او په راتلوونکي کې هم د پلان له مخې طالبان په هر ډول کارولی شي.