د سړک په سر یو سپین ږیری لګیا و، کار یې کاوه. د ملا، سینې او د مټو برخې کمیس یې لوند و. د جلال اباد ګرمي لګیا وه، خپل رنګونه یې ښکاره کول او په ده غریب یې خپل زور ازمایه. د سړک په سر تېرېدونکو موټرو هم یو بل ته هارنونه وهل او ګرم او له وژونکي کاربنه ډک لوګی یې د دغه سپین ږیري مخې ته خوشې کاوه.
تقدیر دا سړی د جلال اباد سوزوونکې ګرمۍ ته درولی و، خو لږ مخکې د زلمو یو تمریناتي کلب و چې د خوشالۍ او خوښۍ غږونه ترې راتلل. په کلب کې پکي چالان وو او د سندرو غږ یې د سپین ږیري بابا تر غوږونو رارسېده. دلته د فطرت دوه لوی قوتونه سره په جنګ وو، د یزدان او اهورامزاده جګړه وه، مستۍ او نېستۍ منګولې سره لګولې وې.
یو انسان نېستۍ په مخه کړی و او بل مستۍ. د ژوند نغمه په دغې شېبه کې ګډه وډه وه، نیمایې د خوښۍ ترانې وې او نیمایې د غم سندرې. سپین ږیري ته چا د اوبو ست ونه کړ، خو د زلمو مخې ته هر ډول مشروبات ایښي وو.
یو د ځان لپاره لګیا و، بل د وطن لپاره. دا یو د رباب ترنګ ته خوشالېده او دا بل د غوري شړنګ ته. د زلمي مټې قوي وې، خو زړه یې لا هماغسې مړ و. سپین ږیری عمر خوړلی و، خو احساس یې ژوندی و. لږ یې خپه کړم، لږ یې مایوسه کړم.
ماته دا دوه نندارې دغسې ښکاره شوې. زه په دې خبره مطمین شوم چې د وطن خیر په قوي جسم کې نه دی، په قوي هوډ او ویښ احساس کې دی. چې ملي فکر نه وي، چې د وطن درد نه وي، چې د خلکو غم نه وي او چې په سینه کې د خدای وېره نه وي، که څوک د شهنامې پهلوان هم شي، وطن ته یې خیر نه رسي.
د وطن هره کوڅه له دغسې نندارو ډکه ده، درېغه که څوک یې وویني!