تاند- له ۲۰۰۴ میلادي کال څخه، چې پر قبایلي سیمو د امریکا د بې پېلوټه الوتکو حملې پیل شوي د پاکستاني طالبانو ګڼ قومندانان او مشران وژل شوي چې ځیني یې دا دي:

نېک محمد – د وژل کېدو نېټه د ۲۰۰۴ کال د جون ۱۸ مه

بیت الله مسود (مسید) د ۲۰۰۸ کال د اګست ۵ مه

قاري حسین د ۲۰۱۰ د اکتوبر ۷مه

حضرت عمر د ۲۰۱۱ د اکتوبر میاشت

مولوي نذیر د ۲۰۱۳ د جنورۍ ۲ مه

ولي الرحمن د ۲۰۱۳ کال د مې ۲۹ مه

حکیم الله مسود د ۲۰۱۳ د اکتوبر لومړۍ

نېک محمد

د پاکستاني طالبانو لومړنی مشر و چې د امریکايي بې پېلوټه الوتکو قرباني شو. پاکستان تر ډېرو د ده وژل کېدا تایید نه کړه خو په ۲۰۰۶ کې یې وویل چې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

نېک محمد د پاکستان د پوځ له ملاتړه برخمن او له حکومت سره یې د سولې تړون لاسلیک کړی و.

بیت الله مسود (مسید)

بیت الله مسود، چې د طالبانو د تحریک مشر و، په جنوبي وزیرستان کې د بې پېلوټه الوتکې له لوري په نښه شو. بیت الله مسود ته امریکايي پوځیان زیات په غوسه ول ځکه چې نوموړي په خوست کې د سي آی اې پر مامورینو په حمله کې له یوه اردني دوه اړخیز جاسوس سره مرسته کړې وه.

قاري حسین

د شمالي وزیرستان په دته خېل کې د طالبانو مهم قومندان و او په همدې سیمه کې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. قاري حسین د ځانمرګو د روزنې ماهر و. همداراز یې د انتخاري حملو د واسکټونو په جوړولو کې خاص مهارت درلود.

حضرت عمر

حضرت عمر، چې په ۲۰۱۱ کې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ساه ورکړه، د طالبانو د مشر مرستیال او د مولوي نذیر ورور و. دی په جنوبي وزیرستان کې له زیاتو ملګرو سره وویشتل شو.

مولوي نذیر

په قبایلي سیمه کې د بهرنیو سخت دریځو، او القاعده پلوو کسانو کلک مخالف و. د پاکستان د حکومت او پوځ له ملاتړه برخمن و ځکه چې د پاکستان د هغې پالیسۍ د اجرا کېدو لپاره یې کار کاوه چې القاعده دې له منځه یووړل شي خو په افغانستان کې دې د جګړې ملاتړ وشي. ده په وزیرستان کې له ازبکو او چیچنیايي جنګیالیو سره سختې جګړې وکړې.

مولوي نذیر د پاکستان له حکومت سره جګړه نه کوله او ترپایه یې د پاکستان له استخباراتو(آی ایس آی) سره نژدې همکاري کوله.

ولي الرحمن

ولي الرحمن، چې د حکیم الله مسود مرستیال و، د مولوي نذیر له وژل کېدو څو میاشتې وروسته یعني د ۲۰۱۳ کال د مې په نهه ویشتمه د ډرون په برید کې ووژل شو.

ولي الرحمن پر دې سربېره چې د طالبانو د وروستي مشر مرستیال و، په جنوبي وزیرستان کې د طالبانو مهم او اغېزناک مشر ګڼل کېده. نوموړي د پاکستان له حکومت سره د طالبانو د سولې ملاتړ کاوه او پر همدې مسلې یې له حکیم الله مسود سره اختلاف درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *