نائب امین الله خان لوګري روغتون چارې چې څه باندې لس کاله وړاندې پیل شوې وې، د زمري په ۲ مه د افغاني او پاکستاني چارواکو له خوا د پټۍ په پرېکولو سره رسماً ګټې اخیستنې ته چمتو شو.

د نائب امین الله خان روغتون د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز، د ښارجوړونې او ځمکو وزیر جواد پیکار، په پارلماني چاروکې د پاکستان د دولت وزیر شهریار افریدي، په افغانستان کې د پاکستان سفیر ذاهد نصرالله سربېره د دواړو هیوادونو یوشمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی وو.

د عامې روغتیا وزیر وویل، چې یاد روغتون د پاکستان هیواد په مالي مرسته جوړ شوی او څه باندې ۱۸ میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی چې په وینایې دغه روغتون اوسمهال د سلو بستر خونو په لرلو د ناروغانو درملنې ته چمتو شوی دی.

فیروزالدین فیروز له ګاونډ هیواد پاکستان څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې د یاد روغتون د بنسټ ډبره څه باندې لس کاله وړاندې اېښودل شوې وه او د یوشمېر سیاسي ملحوظاتو له مخې کار چارې یې په ټپه درېدلې وي، چې د ملي وحدت حکومت په راتګ سره بېرته پیل او نن ګټې اخیستنې ته چمتو شوه.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې یاد روغتون به د سویل ختیځ زون په کچه یو ستر روغتون وي، چې پر لوګر سربېره د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د ناروغانو درملنه کوي.

د عامې روغتیا وزیر وویل، هڅه یې داده چې په راتلونکې کال کې به د دغه روغتون د بستر خونې ۳۰۰ ته لوړې کړي چې ورسره سم به د روغتیایي خدماتوپه وړاندې کولو کې هم پراختیا راشي.

د پاکستان په پارلماني چاروکې د دولت وزیر شهریار افریدي په خپلو خبروکې افغانستان خپل دوست هیواد یاد کړ او د دواړو هیوادو نو د اړیکو پر غښتلتیا یې ټینګار وکړ.

افریدي وویل،په افغانستان کې د جګړو او نا امنیو له کبله پاکستان هم سخت زیانمن شوی او د دواړو هیوادونو مشرانو هڅې پیل کړي؛ ترڅو یادې ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

د یاد روغتون رئیس ډاکټر جواد جهید وویل، چې دغه روغتون په دریو پوړونو کې د شل جریبه ځمکې په مساحت د مرکز اړوند په کُنجک سیمه کې جوړ شوی او پنځه بلاکونه لري.

جهید وویل، یاد روغتون اوسمهال د عمومي داخلې، جراحي، اورتوپیدي او زیږنتون سربېره په یو شمېر نورو روغتیایي برخو کې خدمات وړاندې کوي.

که څه هم د لوګر ځایي اوسیدونکي د یاد روغتون پرانیستو ته خوښ دي خو له مسوؤلو چارواکو غواړي چې د دغه روغتون خدماتو ته ځانګړی پام واړوي او بستر خونې دې له ژمنې سره سم ۳۰۰ ته ورسوي.

شفیع الله افغانزی – لوګر.

One thought on “په لوګر کې د نائب امین الله خان لوګري روغتون ګپرانیستل شو”
  1. په کنجک کې د مرحوم ظاهرشاه له وخته یو ښکلی روغتون موجود وو چې د جهادي خرمستیو او بې باوریو له امله لومړی اور کې وسوځېد او بیا یې خښتې هم چور ، آهن چادر یې کباړ او کباړستان ته وروړ.
    هیله ده داځل لوګریان د خپل روغتون او ډاکتر په قدر پوه شوي وي او بیا هغه پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړي. روغتون د ټول ولس مال دی او هر څوک باید دهغه د ساتلو لپاره خپله مرسته ونه سپموي.
    روغتیا پالانو ته هم لازمه ده چې د خپل ولس دردونه دوا کړي او له ناروغانو سره په پوره شفقت او زړه سواندۍ سره چلند وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *