سهار وختي د امبولانسونو په هارنونو راويښېږو، ښار چاودنو په سر اخيستی وي، د خوښيو راسره ورانه ده، خو غم او درد پلتۍ وهلې ده، لکه زما د کور شريک وي، لکه زما د مرګ ټکټ چې يې لاسليک کړی وي، زموږ د هيلو او اميدونو قتل د سولې دروغجن سراب دی، چې نه په کلي کې د امن سا اخيستی شم او نه په ښار کې له چاودنو په امن يوو، هره ورځ د مور اوښکې توييږي، هره شېبه د خور د هيلو اسره قتليږي، د ورېندارې پړونی له سره لوېږي او نازولي ماشومان د پلار له مينې محروميږي.
لکه په ټوله نړۍ کې چې يواځې موږ ګناهکار یوو، لکه د ټولې نړۍ بدي چې مو کړې وي، لکه له هر چا سره مو چې ورانه وي، هيچا هم راباندې زړه ونه سوځېد او چا ته چې د خپل غم اوښکې تويوو، په قهقه خندا مو نور هم د غمونو ټپ وشړوي.
له جهالته پنا غواړو، موږد مترقي او بسیا افغانستان لپاره مبارزه کوو او دا د خاورې او خلکو حق ګڼو، موږ د ژوند د خيرات کچکول ګرځوو.
موږ له ټولو سره په جنګ يوو، هر چا رټلي يوو، هر چا مو د مرګ سندونه لاسليک کړي دي او هڅه يې دا ده، چې څومره په زلالت مې ووژني.
جګړې د څلوېښتۍ کلونه واوښتل، خو لا هم د جګړې بلا زموږ په وينو پايي، لا هم د بې اجله مرګ مستحق يوو.
د سولې روانه پروسه بیا تر جګړې هم خونړۍ ده، نه مو دولت د اوښکو چنداني قدر وکړ او ترهګر خو هسې هم زموږ له ژړا او درد څخه خوند اخلي او د همدغه چارې په تعقيب پسې روان دي.
سوله کې باید زما د ژوند تظمين وشي، د امن احساس وکړی شم، د ژوند په خوند او لذتونوځان خبر کړم.
سولې په نوم روانې خبرې زموږ د مرګونو د بدلون تاکتيک دی، زموږ د وژلو او کړولو نوی سند لاسليک کېږي، تر بل هر وخت موږ د سولې په روان بهير کې ډېر درد او غم وليد، ډېر مشران او همزولي مو د دښمن د ناوک شومه شول.
اوس به خدای خبر د سولې په نوم دې خونړۍ پروسې ته د کومې نوې او سپېڅلې جګړې جواز جوړيږي.