ددغو پروژو له منځه د معارف ریاست ته څېرمه د کندوز ښار په لومړئ ناحیه کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په همدې اړه د کندوز والي عبدالجبار نعیمي، د بیلابیلو ادارو رئیسانو، د کندوز ښار د دورې په سیمه کې د میرمنو باغ کې د چای خونې جوړیدو د بنسټ ډبره کېښوده.

په دې باغ کې د چای خونې په جوړیدو سره به میرمنو ته د کار زمینه هم برابره شي.
یاده چای خونه د اغاخان بنسټ په مالي لګښت جوړیږي چې د تهدابګذارۍ پرمهال کندوز والي عبدالجبار نعیمي، د اغاخان بنسټ له مسوولینو د مننې ترڅنګ وویل، د میرمنو لپاره د اسانتیاوې برابرول د محلي رهبرۍ لومړیتوب دی.
ښاغلي نعیمي، د اغاخان بنسټ له مسوولینو غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې بیارغونې عامه پوهاوي لوړونې او انکشافي چارو کې زیاته پاملرنه وکړي.

کندوز کې د اغاخان بنسټ مسوول خلیل الله امیني وايي، اوس مهال د کندوز مرکز تر څنګ په خان اباد او اقتاش ولسوالیو کې هم شاوخوا ۱۶ نورې پروژې پلان شوي چې نږدې وخت کې به یې چارې پيل شي، نوموړی زیاتوي چې، په دې کې د کانالونو، استنادي دیوالونو، پلچکونو جوړولو او ځينې نورې ټولګټې پروژې شاملې دي.

دغه زار، په همدې ورځ د کندوز ښار دویمه ناحیه کې د فیروز کوهي سرک د پل جوړیدو چارې هم پيل شوې چې دې برخه کې د کندوز والي عبدالجبار نعیمي د سیمې له خلکو ووغوښتل چې د پروژو له تطبیق وروسته په ساتنه او څارنه کې جدي کار وکړي.

بلخوا ددې پروژې د چارو له پیلیدو سره سم د کندوز ښار په یوبله څنډه یانې د لومړۍ ناحیې معلم سید محمد عسکر کوڅې د جوړیدو چارې هم پيل شوې.

ددغه کوڅې د کانګرېټ اچولو پرمهال د سیمې اوسیدونکو له مرکزي حکومت او محلي رهبرۍ د منننې ترڅنګ وویل، ۵۸ کاله کیږي چې یاده کوڅه ویجاړه ده او خلک یې له ستختو کړاونو سره مخ کړي دي.

ددغه سیمې یو قومي مشر حاجي عبدالله وایي، ددې کوڅې په جوړیدو سره به د دوی ستونزې هوارې شي.
کندوز والي عبدالجبارنعیمي، د سیمې له اوسیدونکو سره د لیدنې پرمهال وویل، داچې د زمري میاشت د هېواد د خپلواکۍ سلمې کلیزې میاشت ده نو د ولایت رهبري به د خلکو سوکالۍ لپاره بیلابیلې رغنیزې او انکشافي پروژې پيل او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

د ښاغلي نعیمي پروینا، د خپلواکۍ ورځې نمانځلو ته د ولسونو چمتوالی او په دې برخه کې د هر وګړي هڅې د یوالي ورور ولۍ امن ثبات سره خورا زیات کومک کولای شي.
۱۳۹۸-۵-۲
د کندوز ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *