ژباړن: عبدالرحمن شګیوال 

د نړۍوال قدرت امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او پاکستان لمړي وزیر عمران خان د یو بل په تعریفونو ځمکه او آسمان سره یو کړل- سپینې ماڼۍ کې د عمران خان د ښه راغلاست وروسته ټرمپ د پاکستان لمړی وزیر یو ښه مشر او لوی رهبر وباله او په همدې ډول عمران خان هم په تعریف کې وروسته پاتې نه شو او د فاکس نیوز سره په مرکه کې يې ټرمپ د خبرو د انداز څخه نه یواځې ځان بلکې د ده ټول پلاوی متاثره وښوده.

د هغې وروسته عمران خان په یو ټوېټ کې د ټرمپ کوربه توب ډېر ښایسته او زړه راښکونکی وباله. دواړو رهبرانو خو د یو بل په اړه ډېرې ښې ښې خبرې وکړې، ولې د دواړو ترمنځ د لیدنې سملاسي ښې پایلې نه ښکاري. دا کوم راز نه دی چې  د امریکا ولسمشر د هر چا سره په داسې زړه راښکونکي انداز چلند نه کوي، د عمران خان سره په داسې زړه راښکونکي انداز چلند ترشا دا هیله وه چې پاکستان د هغه هېواد د افغانستان د جګړې څخه په داسې ډول راوباسي چې د امریکا ناکامي نړۍ ته بریالیتوب ښکاره شي. دا ستونزمن کار یواځې په یو حالت کې شونی دی او هغه دا چې افغان طالبانو مشران د سولې په مذاکراتي میز ټول هغه شرطونه ومني چې امریکا او ملګرو يې په تېرو اتلسو کالو کې د جنګ په میدان کې نه دي ترلاسه کړي. پوښتنه دا ده چې آیا عمران خان، افغان طالبان د امریکا د ګټو په قاب کې اېښودلو سره ټرمپ ته وړاندې کولی شي؟ دا یوه ډېره مهمه پوښتنه ده او د دې پوښتنې د ځواب لپاره موږ باید د لمړي وزیر عمران خان امریکا سفر د هره اړخه په روښانه توګه تحلیل کړو. 

د پاکستان له نظره، امریکا ته د لمړي وزیر عمران خان سفر سره د کشمیر ستونزه یو ځل بیا نړۍ کې په ډېره ښه توګه راپورته شوه. د کشمیر ستونزې راپورته کولو کریډیټ هغه خبریال ته ځي چا چې د ټرمپ څخه د کشمیر اړوند پوښتنه وکړه او ټرمپ په ځواب کې دا ادعا وکړه چې د هندوستان لمړي وزیر نریندرا مودي هغه څخه د کشمیر ستونزې اړوند د درېیم ګړي په توګه غوښتنه کړې وه او هغه دا غوښتنه منلې وه. د ټرمپ د دې نظر وړاندې کولو وروسته په هندوستان کې یو ډول ماتم خپور شو او د هندوستان حکومت د ټرمپ دا ادعا ردکړه. ځینې باخبره سفارتي سرچینې وايي چې د 2019 په جون کې ټرمپ او مودي دوه لیدنې ترسره کړې وې؛ یوه لیدنه یې د جي –20 هېوادونو په اوساکا غونډه کې کړې او بله یې هم د جاپان د لمړي وزیر په شتون کې ترسره شوې ده. په دغه غونډو کې مودي د هندوستاني پیلوټ ابهي نندن په راخلاصېدو کې د ټرمپ لوبول شوي رول څخه مننه وکړه او د کشمیر د ستونزې په حل کې یې هم د هغه د رول اداء کولو هیله کړې. ټرمپ سمدستي چمتوالی وښوده ولې د عمران خان په شتون کې د مودي غوښتنه يې د نړۍ  مخ ته ښکاره کړه او ټرمپ د مودي لپاره یوه لویه ستونزه راوپنځوله، چې د هندوستان حکومت په دروغو ویلو سره د ټرمپ دغه څرګندونې رد کړې. ښه وشول چې ټرمپ ته د مودي اصلیت معلوم شو، ولې سره د دې رد به هم مودي د ټرمپ څخه د کشمیر د ستونزې حل کېدا په برخه کې هیله او کوښښ روان وساتي. 

مودي د کشمیر د ستونزې څه حل راوېستل غواړي؟ د دې پوښتنې ځواب ډېر روښانه او اسان دی. مودي د کشمیر د ستونزې داسې حل غواړي لکه څنګه چې یې ټرمپ د افغانستان څخه غواړي. مودي غواړي چې پاکستان د ملګري ملتونو د قراردادونو په رڼا کې د کشمیر د ستونزې په حل ټینګښت پرېږدي او یوه “دیپلوماتیکه تسلیمي” خپل بریالیتوب وبولي او د خوښۍ سندرې ووایي. دا هغه فارموله ده په کومې چې پرویز مشرف او من موهن سنګ اتفاق کړی و، چې دغه فارموله د حریت کنفرانس لوی رهبر سید علي ګیلاني د کشمیریانو سره د غدارۍ قرارداد بللی و. په یاد ولری کله هم چې هندوستان د پاکستان سره د خبرو اترو پیل کوي نو د ډېر سخت دريځ وروسته به ښکاره کوي چې مقبوضه جموو او کشمیر (هندوستان تر تسلط لاندې برخه) به د هغوی سره وي او پاکستان په آزاد کشمیر (پاکستان تر تسلط لاندې برخه) باندې بسنه وکړي. د ټرمپ پر دې ادعا د هندوستان حکومت رد په دې ډېر لوی دروغ دي ځکه چې د هندوستان او امریکا د مشرانو ترمنځ په دې موضوعاتو ډېرې خبرې هم شوي دي. 

امریکا ته د لمړي وزیر په سفر کې د ډاکټر عافیه صدیقي موضوع هم یو ځل بیا نړۍوالو  ته وړاندې شوه. پیل کې خو لمړي وزیر په دې موضوع د خبرو کولو څخه ډډه کوله، ولې کله چې یو امریکايي خبریال د شکیل آفریدي اړوند پوښتنه وکړه نو عمران خان د ډاکټر عافیه صدقي څخه هم یادونه وکړه، او وې ویل چې د دواړو پر تبادله هم کېدای شي خبرې وکړي. عمران خان همداراز وویل چې د اسامه بن لادن خلاف عملیات هم د آی ایس آی د معلوماتو پر بنسټ شوي و. که چېرې دا معلومات سم وي، نو بیا د شکیل آفریدي ګناه څه ده؟ په دې سفر کې د ډاکټر عافیه صدیقي اړوند هېڅ خبرې و نه شوې، ولې که عمران خان د پاکستان دا لور بېرته پاکستان ته راولي نو د هغه په ډېرو خامیو او کمیو به سترګې پټول آسان شي. د اوس لپاره عمران خان ته تر ټولو ستره ننګونه دا ده چې افغان طالبان د 2019 سپتمبر میاشتې څخه مخکې ډز بندۍ لپاره چمتو کړي. د ډزبندۍ اعلان بیا د افغان طالبانو د خبرو اترو له هغه ټیم څخه کول پکار دي، د کوم مشر چې ملا عبدالغني برادر دی. ملا برادر د 2010 کال په فبرورۍ میاشت د امریکا په خوله پاکستان کې په دې خبره بندي شو چې دی ولې د رئیس جمهور حامد کرزي سره په پټه د سولې خبرې اترې کوي؟ اته کاله وروسته د 2018 په اکتوبر کې بېرته د امریکا په غوښتنه له بنده آزاد کړای شو او طالبانو هم هغه د سولې خبرو اترو د پلاوي د مشر په توګه وګوماره. هغه شخص چې اته کاله پاکستان په بند کې وساته اوس پاکستان د ټول اختیار سره دې ته مجبور دی چې د هغه پخواني بندي څخه دا هیله ولري چې افغانستان کې ډز بندي وکړي. دا ډزبندي د طالبانو نه، بلکې د امریکا اړتیا ده. د 2001 څخه تر 2019 پورې افغانستان کې د امریکا دوه نیم زره عسکر وژل شوي او د شخصي کمپینو له لارې افغانستان ته د راغلو وژل شویو امریکايانو شمېر څلور زرو ته نږدې دی. تېرو اتلسو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو د وژل شویو شمېر د 60 زرو څخه زیات ښودل شوی، دا په داسې حال کې چې د وژل شویو طالبانو شمېر 50 زرو ته رسي. دا بیا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې امریکا په کلني ډول 45 میلیارده ډالر مصرفوي او طالبانو ته د دې جګړې څخه د وتلو هېڅ بېړه نشته ځکه هغوی ته خپله کامیابي نږدې تر سترګو کېږي. دا چې ټرمپ، عمران خان خپلې مخې ته کېنولی او ټول افغان ملت ته ګوت څنډنه کوي او وايي چې زه په لسو ورځو کې افغانستان د ځمکې د سر څخه ورکولی شم ولې زه داسې نه غواړم. د ټرمپ په دې ګوت څنډنه، دواړو افغان حکومت او طالبانو د غندلو اعلامیې خپرې کړي. که چېرې ټرمپ د خپلې دې ګوت څنډنې بخښنه نه وي غوښتي، نو د پاکستان لپاره به د افغان طالبانو ډزبندۍ لپاره تیارول ډېر ستونزمن کار وي. 

د ټرمپ د بخښنې غوښتنې پرته به د افغان طالبانو ډزبندي، د ټرمپ ګوت څنډنې پایله وبلل شي او داعش به د دې څخه په ګټې اخیستنې د طالبانو ترمنځ اختلافات رامنځته کولو کوښښ وکړي. نو امریکا ته د عمران خان دې سفر کې د ټرمپ ګوت څنډنې د سولې خبرې اترې د ستونزو سره مخ کړي. عمران خان څخه په دې سفر کې په تکراري ډول د پاکستانیو رسنیو د سانسور اړوند پوښتنې وشوې چې خان صاحب په تکراري ډول پاکستاني رسنۍ خپلواکې بللي، ولې د عمران خان په لهجه کې هغه اعتماد نه و کوم چې باید وی، په یو ځای خو آن هغه دا هم یاده کړه چې زه د رسنیو اړوند هغسې خبرې کوم، کومې چې ټرمپ کوي. ټرمپ پر رسنیو نقد کولی شي، ولې هېڅکله د کوم چینل خپرونې نه شي بندولی. خو عمران خان د تلویزون چینل هم بندولی شي، او مني یې هم نه. نو په دې اساس که ولیدل شي نو د ټرمپ څخه هغه ډېر ښه رهبر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *