د خوړو نړیوال پروګرام د کندوز له بې خایه شویو سره مرسته کوي

تاند، جمعه، د اسد ۴مه: د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د ورښتونو له کبله سږ کال هېواد کې د غنمو حاصلات ۵ اعشاریه ۲ میلیونه ټنه زیات شوي دي.

کرنې وزارت وايي، سږ کال به افغانستان ۵ میلیونه ټنه غنمو ته اړتیا ولري چې لویه برخه یې په هېواد دننه د کروندوګرو لخوا تولید شوي دي.

د کرنې وزیر بامیانو کې د کچالو ګل د مېلې پرانیستې مراسمو ته ویلي، سږ کال زموږ د غنمو حاصلات ۵ اعشاریه ۲ میلیونه ټنو ته لوړ شوي په داسې حال کې چې افغانستان یوازې ۶ میلیونه ټنه غنمو ته اړ دی: (( سږ کال زموږ کرنیز او وارداتي بیلانس ۷۰۰ میلیونه ټنه اټکل شوی دی، سږ کال موږ د کرنیزو صادراتو ارزښت له ۱ اعشاریه ۵ نه تر یو اعشاریه ۷ ملیارده ډالرو پورې تخمین کړی او دا د تېر کال نه ډېرې پيسې دي.))

د کرنې وزیر دغه راز وايي، د بامیانو د کچالانو لپاره به د چیپسو یوه لویه فابریکه جوړه کړي چې د ورځې به ۵۰۰ متریک ټنه چیپس تولیدوي.

چارواکي په داسې حال کې د کرنیزو حاصلاتو په تېره د غنمو د فصل زیاتېدو خبر ورکوي چې هېواد لا هم د کرنیزو توکو د مارکیټ، سړو خونو له ستونزو سره مخ دی او بزګران هم له شل و زر ډوله مسایلو سر ټکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *