تادین خان

تاند، جمعه، د اسد ۴ مه: د کندهار امنیه قومندان تادین خان ادعا کړې چې پاکستان په سوداګریزو کاماز موټرو کې د طالبانو مړي له کندهاره پټ وباسي.

تادین خان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، طالبانو بیګاه شپه په ښورابک او ریګستان ولسوالیو بریدونه کړي خو بېرته د امنیتي او هوايي ځواکونو له خوا تر سخت مقاومت وروسته په شا تمبول شوي دي.

نوموړی وايي، دې نښته کې ۶۱ طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.

د تادین خان په خبره د کندهار د استخباراتي مسوولانو د معلوماتو له مخې له پاکستان څخه کاماز موټر را اوښتي او د طالبانو مړي یې په کې بېرته له ډیورنډ کرښې اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ملي امنیت هم تور پورې کړی و چې د کندهارپر امنیه قومندانۍ د طالبانو د تېرې اوونۍ برید پاکستان کې پلان شوی و.

هغه برید کې ۱۱ کسان مړه او له ۲۰۰ زیات چې لوی شمېر یې ملکیان وو، په دې برید کې ټپيان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *