تاند، جمعه، د اسد ۴مه: د ټرانسپورټ وزارت نن جمعه فاریاب کې د اقینه – اندخوی د وسپنې پټلۍ د جوړولو پر کار د رسمي پيل خبر ورکړی دی.

له ټرانسپورټ وزارت څخه تاند ته را استولې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې پروژه باندې د ترکمنستان د صنعت وزیر دورانوف او افغان چارواکو په حضور کې کار پيل شو.

د ټرانسپورټ وزیر یما یاري وايي، د اقینې – اندخوی ریل پټلۍ په بشپړېدو سره به افغانستان د ترکمنستان له وسپنیزو کرښو سره وصل شي.

نوموړی وايي، د اقینې – اندخوی ۳۰ کېلو متره ریل لاره باندې به ۳۰ میلیونه ډالر لګښت راشي چې له دې جملې د اقینه سټېشن د وسپنې پټلۍ ۱۰ کېلو متره کارونه د ۹ اعشاریه ۳ میلیونه ډالرو په لګښت بشپړ شوي او نن یې پرانیسته هم وشوه: (( پر دې دواړو پروژو افغان او د ترکمنستان حکومتونه ګډ لګښت کوي چې ورسره به فاریاب او جوزجان کې خورا زیات اقتصادي پرمختګونه راشي.))

افغانستان تر دا مهاله ریل خط نه لري، خو له دې وروسته به اسلام کلا کې له ایران او اندخوی- اقینه کې به له ترکمنستان سره په وسپنیزه کرښه ونښلي، دغه راز هلې ځلې روانې دي چې پاکستان سره هم د وسپینیزې کرښې د وصل له لارې سوداګریزې هوکړې وشي، خو دغه هېواد تر د سوداګرۍ پر ځای افغانستان سره د جګړې په تګلاره قدمونه اخیستي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *