تاند، شنبه، د اسد ۵مه: ولسي جرګه وايي، کابینې ورته د ۹ نوماند وزیرانو لیست ور استولی او ډېر ژر به یې د اسنادو څېړنه پيل کړي.
دا مهال ۱۳ وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کېږي خو د څو نورو ادارو مشران او د سترې محکمې دوه غړي هم د باور رایې ترلاسه کولو ته اړ دي.
دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، پوهنې وزارت، اطلاعات او فرهنګ وزارت، سوداګرۍ وزارت، لوړو زده کړو وزارت، د اوبو او انرژۍ وزارت، د بهرنیو چارووزارت، حج و اوقاف وزارت، مخابراتو وزارت، د ښار جوړونې وزارت او د کار و ټولنیزو چارو وزارت هغه سترې دولتي ادارې دي چې تر اوسه یې سرپرستان کارونه مخته وړي.
د ولسي جرګې مرستیال امیرخان یار وايي، له دې منځه ورته یوازې د ۹ نوماند وزیرانو لیست حکومت استولی چې د پنځو اړوندو کمېسیونونو غړي به یې اسناد وڅېړي: (( د دوی اسناد چې تایید شول بیا به یې ډېر ژر د باور رایې ترلاسه کولو ته وغواړو.))
که څه هم ښاغلي یار روښانه کړې نه ده چې د کومو وزیرانو لیست دوی ته رسېدلی، خو کره معلومات وايي چې دې لیست کې د کورنیو چارو، دفاع، پوهنې، اطلاعات و فرهنګ وزارتونو نوماندان او د سترې محکمې دوه غړي شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې له څو میاشتنیو داخلي لانجو او شخړو وروسته خپله دوبنۍ رخصتي ځنډولې او ویلي یې دي چې د کال منځ مهال بودیجه تصویب کړي نو بیا به ۴۵ ورځې رخصتي کوي.
خو یو شمېر وکیلان بیا وايي، تر هغو چې حکومت نوماند وزیران د باور رایې لپاره ور معرفي نه کړي، باید ولسي جرګه رخصت نه شي.