تاند، شنبه د اسد ۵مه: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، که امریکا پرې ایف ۳۵ ماډل الوتکې ونه پلورلې، دوی به بل هېواد ته لاس ونیسي.

ترکیې څو ورځې وړاندې له روسیې څخه ایس ۴۰۰ دفاعي توغندیز سیسټم راونیو چې له کبله یې د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل، ترکیې ته به ایف ۳۵ الوتکې ور نه کړي او بندیزونه به هم پرې وضع کړي.

خو اردوغان بیا انقره کې خپلې ګوندیزې غونډې ته وینا کې ویلي، تر راتلونکي پسرلي پورې به دوی د ایس ۴۰۰ توغندیو د کارولو توان ولري او که امریکا ایف ۳۵ الوتکې نه ورکوي، نو بل چانه به یې دوی واخلي.

اردوغان ویلي، که امریکا پرې جنګي الوتکې نه پلوري، نو دی مجبور دی چې امریکا نه د بوینګ الوتکو د اخیستلو قرارداد هم لغوه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *