تاند، شنبه، د اسد ۵مه: راپورونه وايي، د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره د طالبانو سختې نښتې روانې دي.

په ملي شورا کې د تخار استازي وايي، درې ورځې وشوې چې طالبانو د اشکمش ولسوالۍ پر ځینو برخو له څلورو خواو نه درې ورځې وشوې چې بریدونه پيل کړي او امنیتي ځواکونو سره یې توندې نښتې لا هم روانې دي.

ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازی حبیبي دانش وايي، له پرون راهیسې د تخار په جګړه کې نږدې ۴۰ سرتېري وژل شوي، خو دا هغه ارقام دي چې د تخار چارواکي یې نه مني.

د دانش په خبره دا مهال د طالبانو په لاس څو کلي سقوط شوي، خو دفاع وزارت وايي، سیمه کې یې د طالبانو پر ضد عملیات پيل کړي دي او ژر به له دې ځایه وشړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *