تاند، شنبه، د اسد ۵مه: د هرات د حج و اوقافو ریاست وايي، د فرید علي په نوم یو تعویذګر چې دعوه یې کوله زه امام مهدي اخر زمان یم، د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

د هرات د حج و اوقافو رئیس سید محمد شېرزادي پر خپله فیسسبوک پاڼه لیکلي، د فرید علي ولي الله په نوم یو کس یې پولیسو سره په ګډه نیولی  چې دعوه یې کوله زه مهدي اخر زمان یم او له مېږیانو سره خبرې کوم او ناروغانو ته شفا ورکوم.

ښاغلی شېرزادي وايي، دغه کس به ښځې او نجونې غولولې او د دروغو دعاګانې به یې ورته کولې: (( موږ چې کله کور ته ورغلو، خپله دې سړي پرتوګ نه اغوسته، د کور اخلاقي وضعیت هم ډېر خراب و، پولیسو ته مو وویل چې ویې نیسئ او مسوولانو ته مو وسپاره.))

 د حج و اوقافو وزارت څو کاله وړاندې د خرافاتي ګروهمنو لخوا د فرخندې په نوم د یوې پېغلې تر وژل کېدو وروسته د تعویذ لیکونکو پر ضد پراخ کمپاین پيل کړ، خو لیدل کېږي چې وروستیو کې لا هم تعویذګران، عام خلک غولوي او حتی د ملا لنډي په څېر د ځینو ویډیويي غیر اخلاقي سندونه هم خپاره شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *