ځانګړو ځواکونو د پکتیکا یوسف خېلو کې د طالبانو پر یو مرکز برید کې ښرنې ښار لپاره د طالبانو د استخباراتي او نظامي مسوولانو په شمول ۱۳ وسله وال وژلي دي.

تاند ته په دې تړاو د ملي امنیت استولې خبرپاڼه کې راغلي، عملیات د یوسف خېلو ولسوالۍ په خیربین کلي کې شوي دي چې په ترڅ کې یې د طالبانو یو بهرنی غړی، مرکز ښرنې لپاره د طالبانو نظامي مسوول قاري خالد، ښرنې لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول ثناالله مشهور په عبیده، د طالبانو د ۳۲ کسیزې ډلې قومندان او د ضیاالحق مدني ورور قاري غیرت او د پکتیکا مټاخان لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال وژل شوی دی.

ملي امنیت وايي، عملیاتو کې د طالبانو یوه لویه اندازه وسلې هم د دوی د پوځیانو لاس ته ورغلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د افغان ځواکونو په لوی شمېر عملیاتو کې د طالبانو له ۵ سوو څخه زیات والیان، قومندانان او ولسوالان وژل شوي دي.

افغان پوځ وايي، طالبان به د جګړې په ډګر کې سخت وځپي، څو سولې ته حاضر شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *