تاند، شنبه، د اسد ۵مه: د احصایې او معلوماتو اداره وايي، د ۹ اعشاریه ۵ میلیونه رایه ورکوونکو لېست له جدي ستونزو ډک دی او دوی ونه شوای کړای دا لیست په بشپړ ډول اصلاح او پاک کړي.
د احصایې ادارې مشر جاوېد رسولي وايي، د رایه ورکوونکو لیست لا نه دی اصلاح او پاک شوی: (( موږ ته د ثور له میاشتې راهیسې د ۹،۵ میلیونه رایه ورکوونکو لیست رسېدلی چې موږ یې هم د بایومټریک په مرسته د چاڼ کار پيل کړ، خو کمېسیون بېرته دستګاوې له موږ وغوښتې او زموږ کار یې نیمګړی ناکام پرېښود.))
ښاغلی رسولي وايي، اوس یې د یو نوي سیسټم په اساس د لیست تصفیه پیل کړې چې له مخې یې لیست د بایومتریک له اساس کتابونو سره پرتله کېږي: (( په دویمه طریقه کې هم ستونزو سره مخ یوو، د لیست اړوند د ځینو کسانو معلومات پوره نه دي ثبت شوي.))
بلخوا په رڼو ټاکنو د څار بنسټ مشر حبیب الله شینواری هم تاییدوي چې د رایه ورکوونکو د لیست یوه لویه برخه ناسمه او له تېروتنو ډکه ده.
نوموړی وايي: (( کمېسیون ځانته حد ټاکلی و چې تقویتي نوملیکنه کې به نږدې دوه میلیونه کسان نوملیکنه کوي، خو خلکو دا کار ونه کړ، کمېسیون او غړي یې راپورته شول، د ثبت کتابونه یې په خیالي نومونو ډک کړل.))
دا په داسې حال کې ده چې نن شپه دولس بجې د ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونه رسما پیلېږي او ټیک دوه میاشتې وروسته به د میزان په ۶مه ټاکنې وشي، خو لا هم د رایه ورکوونکو کره شمېر نه دی اعلان شوی.