د وزیرانو شورا د پریکړې پر اساس د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان په مشرۍ د غذایي موادو د تنظیم ملي ادارې د را منځ ته کولو د څرنګوالي په اړه جوړ شوي کمیسیون دویمه غونډه ترسره کړه

 په دغه غونډه کې چې د عدلیې، روغتیا، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، مالیې، کرني اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او د نورم او ستندرد ملي ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو استازو ګډون کړی و، د خوراکي توکو د تنظیم او د کېفیت د کتنرول په اړه یې خبرې وکړې.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د پلان عمومي رئیس احمد شکیب شریفي وویل: ستونزه د بې کېفیته موادو نه بلکې د کم کېفیته موادو د نه کنترول ده چې د دغو ستونزو د حل په موخه اړتیا ده چې پالیسي جوړوونکی او پلې کوونکې اداره را منځ ته شي. 

 همدارنګه د روغتیا وزارت استازي محمد ذاکر نسیمي وویل: اړینه ده چې د غذایي موادو د تنظیم ملي اداره را منځ ته شي او یاده اداره باید د هماهنګي، قانون جوړونې، د انساني، حیواني او نباتي ناروغیو مخنیوی، د بېړنیو پېښو، ظرفیت جوړونې او عامه پوهاوي په برخو کې د آسانتیاوو د برابرولو او د خدماتو د وړاندې کولومسؤلیت ولري.

د کمیسیون مشر او د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان وویل: زمونږ ژمنه هېواد ته خدمت کول دي او مونږ اړ یو چې د نړیوال غذایي سازمان (WTO) سره د ژمنو پر اساس د کم کیفیته او زهري موادو مخه ونیسو.

لومړي مرستیال زیاته کړه: له دې سره چې د نوې ادارې رامنځ ته کول به ستونزې ولري خو باوري یم چې د غذایي موادو د تنظیم ملي اداره به د خوراکي توکو د تنظیم په برخه کې زیاتې ستونزې حل کړي.

په پای کې د کمیسیون مشر او غړو هوکړه وکړه چې اړتیاوو ته په کتو سره باید داسې اداره رامنځ ته شي چې د غذایي موادو د تنظیم او کنترول په برخو کې ستونزې حل او خدمات وړاندې کړي.

همدا راز د کمیسیون مشر د وزیرانو د دارالانشا ریاست ته دنده وسپارله چې د کمیسیون یاده هوکړه او وړاندیزونه متحد او د وروستۍ پرېکړې لپاره یې د وزیرانو شورا ته و استوي. 

 ـــــــــــــــــــــــ

 مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *