ایمل میوند- د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د خښتو په بټيو کې د غوړینو موادو د سوزولو د مخنیوي په اړه غونډه وشوه.

د ننګرهار ولایت د چاپیریال ساتنې ریاست لخوا د دوشنبې په ورځ په دغه ولسوالۍ کې د قومي مشرانو، د خښتو بټیو نمایندګانو،  د بټیو د اتحاديې د مسولینو او د سره رود ولسوالۍ د دولتي مسولینو سره په بټیو کې د غوړو موادو، ټېرونو، ربړونو او دې ورته  نورو موادو د سوخت په اړه ناسته وشوله.

د غونډې په سر کې د ننګرهار د چاپیریال ساتنې ریاست ریس یحیئ غفورزي خبرې وکړې. نوموړي د برخوالو نه مننه وکړه او بیا يې د چاپیریال پاک ساتلو او د یو سالم چاپیریال په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

هغه په سره رود ولسوالۍ  د خښتو په بټيو کې د غوړینو موادو لکه ټایرونو، ربړونو او دې ته ورته نورو توکیو سوزول په سیمه کې د اوسیدونکو د شته چاپیریال د کړکړتیا یو لوی لامل یاد کړ.

غفورزي وویل، چې په بټيو کې د یادو شویو موادو سوزولو د سیمې چاپیریال ککړ کړی دی او د دې تر څنګ يې خلک له ځينو ستونزو او ننګونو سره  هم مخ کړي دي.

ورپسې د چاپیریال ساتنې ریاست د ارزیابۍ اوانکشاف پایدار عمومي مدیر ډاکټر عبدالرازق په بټيو کې د غوړو موادو څخه د سیمې پر چاپیریال د ناوړه اغیز او د هغې څخه پر پیدا کیدونکو ستونزو خبرې وکړې او راولاړ شوي زیانونه يې روښانه کړل.

ورپسې د سره رود ولسوالۍ د قومي مشرانو او د انکشافي شورا ریس عسمت الله بارکزي خبرې وکړې او په سیمه کې يې  په بټيو کې د غوړو موادو سوزول د ځايي اوسیدونکو لپاره یوه لویه او خطرناکه ستونزه یاده کړه.

نوموړي وویل، چې په سره رود ولسوالۍ کې په بټيو کې د غوړو موادو سوزولو د سیمې چاپیریال ککړ کړی او ځايي اوسیدونکو ته يې ګڼې روغتیاي او ټولنیزې ستونزې پیدا کړي دي.

نوموړي د خښتو بټیو د مسولینو څخه غوښتنه وکړه چې د خپلو شحصي ګټو لپاره دې د زرګونه خلکو ژوند په خطر کې نه اچوي. هغه همدارنګه د دولتي ادارو هم هیله وکړه چې یادې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او مخه دې ونیسي.

د خښتو د بټيو په نمایندګۍ یو تن وویل چې دوی قانون، دولت او خلکو ته پوره اخترام لري او هر هغه څه چې چاپیریال او ټولنې ته ترېنه ستونزې پیدا کیږي نه به کوي او مخنیوی به يې کوي.

د یادونې وړه، چې د راتلونکې دوشنبې به ورځ به یو ځل بیا د ننګرهار د چاپیریال ساتنې ریاست پر مشرۍ د سره رود ولسوالۍ په مقر کې په سیمه کې د چاپیریالي ستونزو په اړه بله ناسته کیږي چې په کې به د ټولو بټیو نمایندګان، قومي مشران او دولتي مسولین برخه اخلي او هلته د شته چاپیریالي ستونزو لپاره به د حل لارې پیدا کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *