تاند، یکشنبه، د اسد ۶مه: پاکستان په یو تازه اقدام کې افغانانو ته د ویزې د ورکړې پروسه ودروله.
کابل کې د پاکستان سفارت نن یکشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي، یوازې ناروغانو، سپین ږیرو، ښځو او سوداګرو ته به ویزې ورکوي، خو عام خلک یې تر هغسې ویزې نه شي اخیستلی چې افغان حکومت د سفارت او کونسلګریو دباندې له مراجعینو څخه د پیسو او کمېشن اخیستونکو مخه ونه نیسي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو دا مهال هره ورځ د پاکستان د سفارت او کونسلګریو مخته زرګونه افغانان د ویزو انتظار کوي چې راپورونه وايي، د کونسلګریو ساتونکي پولیس او کمېشنکاران ترې د ویزو په بدل کې لویه اندازه پيسې ټولوي.
خو دا په داسې حال کې ده چې د چارو یو شمېر شنونکي وايي، د کونسلګریو د ویزو کمېشنکاران پخپله د پاکستان د کونسلګریو او سفارت غړي دي چې له دننه څخه دباندې یو شمېر کسانو سره اړیکې ساتي او بیا پر ویزو اخیستې پيسې خپلو کې سره وېشي.
مراجعین هم وايي، کله چې د کونسلګرۍ دروازه کې پاسپورټونه ورکوي، نو په سبا د پاکستان د کونسلګرۍ کارکوونکو هغه نږدې ځایونو کې غورځولي وي او خلک مجبور وي چې هلته یې ولټوي، خو که پيسې ورکړي، کمېشنکاران یې په یوه ورځ کې ورته ویزه راباسي.
دا مهال د پاکستان په یوه ویزه درې سوه ډالر اخیستل کېږي چې لویه اندازه پيسې یې د پاکستان ډیپلوماټان اخلي.