تانذ، یکشنبه، د اسد ۶ مه: د اداري فساد پر ضد د مبارزې څارونکې او ارزوونکې ګډه کمېټه یا مک وايي، دا مهال لویه څارنوالۍ کې د لوړپوړو دولتي چارواکو د فساد یو امبار دوسیې پرتې دي.
د دې کمېټې د دارالانشاء رئیس میوند روحاني نن یو خبري کنفرانس ته وویل، له کلونو راهیسې لویه څارنوالۍ کې د لوړپوړو چارواکو ۶۰ د فساد دوسیې پرتې دي، چې لویې څارنوالي یې په سپړنه او څېړنه کې ناکامه پاتې ده: (( تر اوسه د فساد یوازې ۶ لویې دوسیې بشپړې شوي او څارنوالۍ سترې محکمې ته استولي دي، خو داسې ښکاري چې پر پاتې دوسیو ډېر سوکه کار روان دی.))
ښاغلي روحاني زیاته کړه، هیله مند دی چې لویه څارنوالي د دغو دوسیو د څېړنې د ځانګړې کمېټې په رامنځته کولو سره د فساد پر ضد مبارزې ته سرعت ور وبخښي.
مک دغه راز د عدلي طب په مرکزونو کې هم ګډوډۍ ته اشاره کوي او وايي، دې برخه کې ستونزو هم د افغانستان قضايي ادارې ننګولې دي.
د عدلي طب مرکزونه چې د افغانستان د قضايي ادارو برخه ګڼل کېدل، دا مهال د روغتیا وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي.